روزنامه هیواد

الطاف حسىن په لندن کې ونىول شو

د انګلستان د پولىسو ىوې ادارې سکاټ لىنډ ىارډ وىلی چې د متحده قومی موومنټ غړى ىې په ۲۰۱۶م کال کې د تقرىر او له هغه وړاندې د څرګندونو په تړاو د لندن په شمال لوېدىځ کې له خپل کور څخه نىولى. د رپوټونو له مخې الطاف حسىن د کرکجنو او زورزىاتی ته د لمسولو وىناوو په تور نىول شوى دى. برىتانوی پولىسو د هغه کور او دفتر په جلا جلا ډول پلټلی دی.الطاف حسىن پنځه کاله وړاندې هم نىول شوى و. هغه مهال برىتانوی پولىسو د پیسو د سپىنولو په تړاو تحقىقات کول. خو بىا وروسته په دغو تحقىقاتو کې د پوره شواهدو د نه شتون له کبله پرمختګ ونه شو. پر الطاف حسىن د ډاکټر عمران فاروق د وژلو د قضىې په تړاو هم تورونه لګول کېږی، خو هغه دا تورونه رد کړی دی.الطاف حسىن په داسې وخت کې نىول کېږی، چې د ده ګوند متحده قومی موومنټ (MQM) ىې له لاسه وتلى دى. دغه ګوند له الطاف حسىن سره خپل پرېکون اعلام کړى او د ده په مشرۍ متحده قومی موومنټ په څو ډلو ټپلو وېشل شوى دى. په کراچۍ ښار کې اوس له MQM څخه ډار ختم شوى دى. څو کاله پخوا له دغه ګوند څخه د ښار ټولې برخې اغېزمنې وې.الطاف حسىن له ۱۹۹۱م کال راهىسې په لندن کې اوسېږی. هغه په برىتانىه کې له دې کبله سىاسی پناه اخىستې چې په پاکستان کې ىې ژوند په خطر کې دى. بىا وروسته ىې د برىتانىا تابعىت هم تر لاسه کړ. برىتانوی چارواکی واىی چې د الطاف حسىن پر ضد د تحقىقاتو په برخه کې د پاکستان د حکومت ملاتړ هم لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید