روزنامه هیواد

افغان کډوال او د بوسنیا یخنی

ملګرو ملتونو خبردارى ورکړى ،چې په ژمی کې ښایی په بوسنىا کې اىسار کډوال له ىخنۍ ومری. دغه اداره پر ځایی چارواکو غږ کوی چې لا ډېر څه وکړی چې کډوالو ته سرپنا برابره کړی ،خو کډوال نه غواړی په بوسنىا کې پاتې شی.بوسنىا کې اىسار ۵۰۰۰ کډوال ټول غواړی ګاونډۍ کروېشىا ته واوړی او له هغه ځاىه لوېدىځې اروپا ته ولاړ شی، خو دا سفر بې خطره نه دى. خطر هغه مهال لا هم ډېرېږی، چې د کروېشىا پولىس دغه کډوال ونىسی. موږ له بلکانه د تېرېدونکو کډوالو حال سپړلو ته ورغلی وو.له بوسنىا سره د کروېشىا له پولې مو په موټر کې ىو ساعت مزل وکړ او د بىهاج کلی ته ورسېدو. پر لار مو په مرمىو سوری سوری کورونه ولىدل. موټر چلوونکی مو ویل دا په ۱۹۹۰ کلونو کې د بوسنىا د جګړې د وخت دی.بىهاج ته په رسېدو مو ىوه لوىه کلا ولىده. په مخ کې ىې ډېرې ونې وې او داسې اىسىد لکه ځنګل. رنګا رنګ خىمې په کې لګېدلې وې. موږ د ىو ګونګوسی سپړلو پسې تللی وو.وىل کېدل چې لوېدیځې اروپا ته د رسېدو په تمه له بلکانه تېرېدونکی کډوال د پولیسو له لوری نیول
او ډبول کېږی.

هلته مو ىو افغان کډوال وموند. رومل سهاک د کابل دى. له نورو سلګونو ځوانو افغانانو سره د بوسنىا په شمال ختىځ بىهاج سىمه کې اوسی. دى د دوى په وىنا د “ګېم ىعنې له بوسنىا د کروېشىا هېواد ته په ناقانونه ډول د اوښتو کىسه کوی.(( له ملګرو سره د کورېشىا له پولې سلوانىا ته واوښتو او هلته مو څو ورځې پلى تګ وکړ ،خو پولىسو ونىولو او د کورېشىا پولىسو ته ىې وسپارلوو.))رومل او ورته لسګونه کډوال ،چې د پاکستان، اىران، بنګله دېش، شمالی افرىقا، عراق او سورىې دی له بوسنىا سره پر پوله د کورېشىا پر پوله ساتو ځواکونو تور لګوی چې دوى له پولې د اوښتو پر وخت ډېر بد وهی او ډبوی.دى وایی:(( د هغوى مخونه پټ وو او په بند موټر کې ىې واچولو.اود موټر له کوزېدو سره سم ىې زموږ په وهلو پىل وکړ. موباىلونه ىې راته مات کړل، پىسې ىې رانه واخىستې او
حتى ډزې ىې راباندې وکړې))

که کډوال په ګېم کې برىالی شی، نو له کروشىا او سلوانىا په پښو اىټالىا ىا اترىش ته ځان رسوی. د ټولو په نظر امنو او شتمنو هېوادونو ته رسېدو کې که بخت ىاری ورسره و نه کړی، نو بېرته بوسنىا ته ستنېږی.هلته د وېلاکا کلادوشىا په نامه ىوه شنه او لوند ډاګ او ىا بىهاج کې ىوې خىرنې، سړې او له بوى ډکې پخوانۍ لىلىې ته لېږل کېږی.په دې بهىر کې ډېر کسان لوټل ، وهل او ټکول کېږی او ځىنو ته په مرګ تمامېږی.د کورېشىا له پولې سره په شل کىلومترۍ کې د وېلاکا کلادوشىا کمپ دى. دلته مې له ىوسف سره ولىدل. دى د مراکش دى. له پولې له ټپونو سره را شړل شوى و. خپله کىسه ىې راته وکړه.(( زه وروستى کس وم ، چې و ىې وهلم. پر ملا ىې په ډنډو ووهلم. پر مځکه ىې چپه کړم. مخ مې هغه مهال ژوبل شو چې پولىسو پر مځکه وغورځولم، ځکه ټپی ىم.))ىوسف ىوازې نه دى. موږ ته ىوه باوری کس ىوه وىډىو راکړه چې د شمالی افرىقا ىو سړى په کې ښکاری چې پر ملا ىې د لښتو ګوزارونو چاپونه دی. دى وایی دا د کروېشىا پولىسو له لاسه دی.ډېرى ځوانان وهل کېږی، خو د ىوې ښځې عکسونه مې هم ولىدل چې پر مړوند ىې ىو لوى ګردى سور چاپ و. پر پښو ىې هم شنې نښې وې.د بىهاج او وېلاکا کلادوشىا ترمنځ هوټل دى. سل کورنۍ په کې ساتل کېږی. سېډرا کمپ ىې بولی او ملګری ملتونه ىې چلوی.په سېډرا کمپ کې له ىوې ۱۲ کسىزې افغانې کورنۍ او نورو ښځو سره مخامخ شوم. راته وویل شول ،چې د کروېشىا پولىس له کډوالو کورنىو سره هغومره بد چلند نه کوی.د سورىې د درعا له یوې ترکمنې کورنۍ سره مخامخ شوم. احمد او مېرمن ىې ام ماجد څو ځله هڅه کړې ده، چې له خپلو دوو بچىو سره له بوسنىا سره د کروېشىا له پولې واوړی. د دوى ىو ماشوم د وروڼی دى. مور ىې اوم ماجد ویل:

((موږ په ځنګله کې په اوونىو پلى تګ وکړ ،خوپه څو شېبو کې را وشړل شوو. له موږ سره ىې ښه چلند وکړ ،خو زموږ نوره ډله ىې ووهله. موباىلونه ىې ورمات کړل. ىوه ښځه ىې راوسته او ټولې کورنۍ ىې تلاشی کړې. که پىسې راسره وی هغه رانه اخلی، حتى که سل ىورو هم وی.))ملګری ملتونه وایی: له کډوالو سره د کروېشىا پولىسو د ظلم ادعاوې دې وڅېړل شی. داسې نه ښکاری د دغو ادعاوو څېړنه او سپیناوى دې آسانه کار وی، خو په بوسنىا کې د کډوالو لپاره د نړىوالې ادارې استازى پىټر ونډر اورټ راته ووىل:(( زه فکر کوم د دې وخت را رسېدلى ، چې ىوه خپلواکه پلټنه وشی ،چې وکتل شی د کورېشىا پر پوله څه پېښېږی. زه پوهېږم ،چې کډوال په خپلو کې هم جنګونه کوی. کله چې ىو کډوال وایی د کورېشىا پولىسو وهلى دى، ډېر امکان لری چې خبره داسې نه وی او کوم بل کډوال وهلى وی ،خو داسې کافی کىسې شته، چې ښیی ىوه خپلواکه پلټنه باىد وشی.))د کروېشىا د کورنىو چارو وزارت بی بی سی ته په ىوه خپرپاڼه کې ویلی ،چې دا ادعاوې په بشپړه توګه ردوی. خبر پاڼه وایی:(( موږ د پولىسو له خوا هېڅ ډول تاوترىخوالى او نه زغم نه منو. ملاتړ ىې نه کوو.))د بې پولو ډاکترانو ټولنه د بوسنىا په شمال کې د کډوالو لپاره ىو ګرځنده کلىنىک چلوی. جولىن کوبېر ىې د بشری مرستې افسر دى او راته وىل ىې، چې د کډوالو ډېر ټپونه ىې لىدلی دی:(( تاوترىخوالى ىوازى فىزىکی نه وی. روانې هم دى. د دې خلکو په سپکولو، ګواښولو – لکه له ښځو د هغو د پړونو په لرې کولو، د هغوى په تلاشۍ او نورو ورته کارونو هم دوى ځورېږی.))

ډېرى کډوال په دې وروستىو کې د اروپایی ټولنې غړو هېوادونو ته د رسېدو لپاره د بالکان دا لار کاروی. بوسنىا د ۲۰۱۸ م کال له پىل راهىسې شاوخوا ۲۰۰۰۰ کډوال ثبت کړی دی. دا شمېر په ۲۰۱۷ م کال کې له ۸۰۰ کم و. د بالکان لار چې په ۲۰۱۵ م کال کې پرې شاوخوا ىو مىلىون کډوال اروپایی ټولنې غړو هېوادونو ته رسېدلی وو، وروسته بنده شوه ، خو اوس په کې بوسنىا په نوی ډګر بدله شوې ده. لا هم ورته له منځنی ختىځ، شمالی افرىقا او منځنۍ آسىا خلک را روان دی.د بوسنىا په شمال ختىځ کې اىسارو ځوانانو او کورنىو اروپا ته د رسېدو په دې سفر کې ډېر څه په خطر کې اچولی او اوس ورته ګرانه ده چې پر شا شی. داسې نه ښکاری چې د وهلو ډبولو پېښې به د رومل سهاک په شان کډوالو لپاره خنډ شی. دى وایی په افغانستان کې ورته هېڅ نه شته. کډوال نه په شا کېږی. دوى ټول غواړی تر هغه وړاندې چې سوړ ژمى پرې راشی، د کروشىا له پولې واوړی.

ثنا ساپۍ بی بی سی

ممکن است شما دوست داشته باشید