روزنامه هیواد

افغان کمانډو په هلمند کې د طالبانو زندان مات کړ

دملی دفاع وزارت وایی: په هلمند کې د طالبانو له زندان څخه ۱۳ زندانیان خوشی کړی دیدملی دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان پرون امریکا غږ ته ویلی، چې دغه زندانیان وړمه شپه د کمانډو ځواکونو د ځانګړوعملیاتو پرمهال د نهرسراج ولسوالۍ په ((دین محمد)) کلی کې د طالبانو له زندان څخه راخوشی شول.نوموړی زیاته کړه: راخوشی شوی کسان ټول ملکی وګړی دی، چې له څه وخت راپه دې خوا طالبانو نیولی وودا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پرمهال لسګونه زندانیان د طالبانو له زندانونو څخه خلاص کړی دی.دملی دفاع وزارت د ویاند روح الله احمدزی تر دې مخکې امریکا غږ ته ویلی وو چې د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې د طالبانو له یوولسو زیات زندانونه د افغان ځواکونو د عملیات پرمهال مات شوی او ۴۰۰ زندانیان چې ملکی او پوځی کسان په کې خوشی شوی دی.تر دې مخکې یوناما د طالبانو په زندانونو کې له زندانیانو سره د طالبانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید