روزنامه هیواد

افغان کرېکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلام کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوی کمېټې د ۲۰۱۹ م کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلام کړه.

د کرېکټ نړیوال جام د مۍ له ۳۰ څخه د جولای تر ۱۴ د برېتانیا په انګلېنډ او وېلز کې کېږی.افغانستان په لومړی ځل د پنځوس اوریزو لوبو د کرېکټ نړیوال جام کې لوبېږی.د غوراوی کمېټې مشر دولت خان احمدزی وایی: په نړیوال جام کې ډېرې پیاوړې لوبډلې لوبېږی، خو هیله شته چې افغان لوبډله هم ډېره ښه وځلېږی.کرېکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ وایی: د نړیوال جام لپاره یې لوبډله په تېرو شپږو میاشتو کې د لوبغاړو فټنس او لاسته راوړنو ته په کتو غوره شوې: (( دا لوبډله د هغو ۲۳ لوبغاړو له منځه غوره شوې ، چې اوسمهال په سوېلی افریقا کې پر تمریناتی کمپ او لوبو بوخت دی.)) په دې پنځلس کسیزه لوبډله کې (( ګلبدین نایب لوبډلمشر، شهزاد محمدی وېکټ ساتی، نورعلی ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدی، نجیب الله ځدراڼ، سمېع الله شینواری، محمد نبی، راشد ارمان، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، حمید حسن او مجیب ځدراڼ)) شامل دی.کریم جنت، اکرام علی خېل او سید شېرزاد د درېیو احتیاطی لوبغاړو په توګه اعلام شوی.د غوراوی کمېټې مشر دولت احمدزی وایی: د غوراوی کمېټې د مشر په توګه یې دا مسوولیت و، چې یوه ډېره پیاوړې لوبډله غوره کړی: (( په مخ کې مې خنډونه هم موجود وو، خو موږ ترې غوره لوبغاړی انتخاب کړی. تر ډېره مو د دوی تجربې، د لوبې توازن، اقلیم او د لوبغاړو فام ته لومړیتوب ورکړی دی؛ نو هیله لرم چې غوره شوې لوبډله به له کومې وېرې پرته ډېره ښه ولوبېږی او هر لوبغاړی به له ځانه ډېره وړتیا وښیی.))

تېز توپ اچوونکی حمید حسن ‌‌‌‌‌‌ډېره موده پس لوبډلې ته را ستون شوی، خو شاپور ځدراڼ نه دی اخیستل شوی.د غوراوی کمېټې مشر دولت خان احمدزی د حمید حسن په هکله وایی :(( له نېکه مرغه د حمید حسن بیا راتګ یو ښه زېری دی، خو بیا هم په راتلونکو تمریناتی لوبو کې د هغه فټنس او پیاوړتیا ارزوو.)) افغانستان لومړۍ لوبه د جون پر لومړۍ نېټه له اسټرالیا سره لری.د کرېکټ بورډ د چارواکیو په خبره، نړیوال جام لوبې د لیګ په بڼه ترسره کېږی او هره لوبډله به د نهو نورو لوبډلو سره د لوبېدو چانس لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید