د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
افغان امنیتی ځواکونو په کاپیسا کې ۳۰ وسله وال وژلی، چې په وژل شویو کې ۱۶ یې د القاعده شبکې غړی دی.له ملی دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ګډو افغان امنیتی ځواکونو د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ په دره افغانیه سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۳۰ طالب وسله وال وژلی.خبرپاڼې زیاته کړې ،چې په دغه ۳۰ وسله والو کې ۱۶ یې پاکستانی وګړی او د القاعدې شبکې فعال غړی وو، چې ۶ نور یې ټپیان شوی دی.د خبرپاڼې پر وینا، چې په یادو عملیاتو کې د نجراب ولسوالۍ، د حاجیانو، خلیفه ګانو، ذاکرخېلو، بداخېلو او دره افغانیه سیمې له طالبانو څخه پاکې شوی او د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللی دی.ملی دفاع وزارت زیاتوی، چې لا هم په سیمه کې عملیات دوام لری. دا په داسې حال کې ده چې د دوحې په هوکړه کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې له القاعده شبکې سره به اړیکې پرې کوی.د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې طالبانو په اعلامیه کې خپلو سیمه ییزو قومندانانو ته امر وکړو، چې نور به بهرنیو جنګیالیو ته خپلو لیکو کې ځای نه ورکوی.افغان حکومت او امریکا په څو ځله طالبان ملامتوی ،چې دوی اوس هم له القاعده شبکې سره اړیکې لری. N�y<*�