روزنامه هیواد

افغان ځواکونو په هلمند او زابل کې د طالبانو زندانونه مات کړی

ملی دفاع وزارت وایی: د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې کمانډو ځواکونو د طالبانو زندان مات کړی او له دې زندانه یې ۳۳ کسان آزاد کړی دی.وزارت وایی: دغه کسان د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې خوشې کړای شوې.دفاع وزارت په اعلامیه کې ویلی ، چې د طالبانو له بنده په آزادو شویو کې یو کس ملکی او ۳۲ نور یې د امنیتی او دفاعی ځواکونو غړی دی.په خبرپاڼه کې ویل شوی، په دوی کې درې پولیس او ۲۹ نور د ملی اردو ستېری دی .

د یوبل خبرله مخې: ملی دفاع وزارت وایی: د زابل نوبهار ولسوالۍ کې افغان ځانګړو کومانډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د طالبانو له بنده ۲۸ بندیان خوشی کړی، چې ۱۶ یې ولسی وګړی او ۱۲ نور امنیتی او دفاعی سرتېری دی.د ملی دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویلی: په دې عملیاتو کې دوه طالبان وژل شوی او ټول خوشی شوی بندیان تر درملنې لاندې دی.دفاع وزارت د خوشی شویو کسانو انځورونه هم خپاره کړی، چې په سمڅ ډوله خونه کې ساتل کېدل.په انځورونو کې ښکاری، چې د دغو کسانو پښې په ځنیځیرونو تړل شوې.څو ورځې وړاندې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسی استازولۍ (یوناما) په تازه رپوټ کې ویلی وو، طالبانو له توقیف شویو کسانو سره داسې ناسم چلند کړی، چې ربړونه ګڼل کېدای شی.د یوناما په راپور کې راغلی وو، د بندیانو له خوا داسې ادعاوې شوې ،چې ګنې ربړول شوی او په ځینو حالاتو کې آن وژل شوی هم دی.کوم خواړه چې دوی بندیانو ته ورکوی، د انسان ګوزاره نه ورباندې کېږی او پرې مړېږی هم نه. پهدې راپور کې ویل شوی، زندانیان په بدو شرایطو کې ساتل شوی او اجباری کارونو ته اړایستل شوی دی.راپور وایی: خاص ارزګان کې ځینې کسان له طالبانو سره له ۲۰۱۶ م کال راهیسې بندیان دی.افغان حکومت او وسلوالو طالبانو په وروستیو درېیو میاشتو کې د یو بل لسګونه زندانیان خوشی کړی .د تېرې اپریل میاشتې وروستیو کې د طالبانو او حکومت له زندانونو ځینو راخوشی شویو بندیانو بی بی سی ته ویلی وو، په زندان کې ځورول شوی او ځینې ملګری یې آن ناروغیو د مرګ تر کومی رسولی.د طالبانو له زندان خوشی شوی ۴۰ کلن زکریا چې بڼه یې توره اوښتې وه، په کمزوری بدن او په سختۍ یې خبرې کولې وایی:(( زه له تقریباً درېیو میاشتو راهیسې ناروغ یم. خوب نه راځی، سر مې دروند دی او کله کله هېڅ هم نه اورم. په موږ کې یو کس مړ هم شو.))

ممکن است شما دوست داشته باشید