روزنامه هیواد

افغان ځواکونو په زابل کې د طالبانو ستر مرکز له منځه وړى

سىمه ىىز چارواکی وایی، وړمه شپه په زابل کې د وسله والو طالبانو پر ستر مرکز د عملىاتو په ترڅ کې ۱۰ وسله وال وژل شوی او ۱۲ تنه یې ژوندی نیول شوی دی.افغان ځانګړو ځواکونو دغه عملىات د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې کړی دی.د شاجوى ولسوال وزىر محمد جوادی ویلی چې په کندهار کې مېشت د صفر ۳ ځانګړی قطعې سرتېریو د کره استخباراتی معلوماتو پر اساس ىاد عملىات کړی دی.نوموړى زىاتوی چې عملىات د وسله والو طالبانو پر هغه ستر مرکز شوی چې د غزنی او زابل ولاىتونو لپاره د وسله والو طالبانو مهم سىمه ىىز مشران پکې اوسېدل.جوادی وویل: (( دا عملىات د ولسوالۍ د شوبار په سىمه کې د زکوزو او لودىنو په کلىو کې شوی چې ۱۰ وسله وال پکې وژل شوی او ۱۲ تنه یې ځانګړو ځواکونو له ځان سره د پلټنو لپاره انتقال کړی، شوبار د غزنی او زابل د وسله والو طالبانو مرکز و چې د کابل – کندهار پر لوىه لار به یې حکومتی کسان تر ىرغمل کېدل وروسته همدې سىمه کې زندانی کول او د جګړې پلانونه به یې پکې جوړول.))بلې خواته د کندهار مطبوعاتی دفتر هم وایی چې د کندهار د صفر ۳ ځانګړی قطعې د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې د نظامی عملىاتو پرمهال ۸ عرادې موټرسىکلان او د مخابرې د مرکز په ګډون وسلې او مهمات هم له ‌منځه وړی. په دغه عملىاتو کې لس طالبان وژل شوی دی شاجوى د زابل له نا امنه والسوالىو څخه ګڼل کېږی چې د کابل – کندهار د لویې لارې ۶۰ کېلو متره برخه ورڅخه تېره شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید