روزنامه هیواد

افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سىموکې لسګونه ترهګر وژلی

د کشفی او استخباراتی راپورونو له مخې، د افغانستان ملی دفاعی او امنىتی ځواکونو د ولسی جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته د ښه شراىطو د برابرولو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه، د هېواد په بېلابېلو سىموکې ۲۱ ګډ تعرضی او چاڼىز عملىات، ۱۰۴ځانګړی کوماندوىی دندې او ۲۹ هواىی برىدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو تر سره کړی او د افغانستان  هواىی ځواکونو د ملی اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ۱۳۹ پروازونه کړی ،چې په پاىله کې لسګونه وسله وال ترهګر وژل شوی، ۵۰  ټپىان او ۳   شکمن کسان نىول شوی دی .د ملی دفاع وزارت مطبوعاتی دفتر معلوماتو پر بنسټ: دغه عملىات د  ننګرهار، غزنی، لوګر، خوست، پکتىا، کندهار، هرات، بادغىس، فارىاب، بلخ، بغلان، سرپل، هلمند او نىمروز په ولاىتونو کې تر سره شوی  چې له امله یې د غزنی ولاىت د قره باغ او واعظ په ولسوالىو کې ۳۳ ترهګر وژل شوی او ۱۵ ټپىان شوی دی. د کندوز ولاىت د دشت ارچی په ولسوالۍ کې ۶  ترهګر وژل شوی او ۳ ټپىان او د هلمند ولاىت د ګرشک په ولسوالۍ کې ۳   ترهګر وژل شوی دی .هوایی ځواکونو د دښمن په ځالو ځپوونکی ګزارونه کړی،  چې په ترڅ کې د لوګر ولاىت د برکی برک په ولسوالۍ کې ۳۷ وسله وال ترهګر وژل شوی، ىو شکمن نىول شوى او ىو موټر له منځه وړل شوى، د فارىاب ولاىت د غورماچ، پشتونکوټ او شرىن تګاب په ولسوالىوکې ۳۲  ترهګر وژل شوی، ۱۷  ټپىان، ۲ شکمن کسان نىول شوی، ۴ موټر او ىوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوی دی.دغه راز د هلمند ولاىت د نادعلی په ولسوالۍ کې ۱۸  وسله وال ترهګر وژل شوی او ۴  ټپیان شوی او د غزنی ولاىت د ده ىک په ولسوالۍ کې ۹ ترهګر وژل شوی او ۸  ټپىان شوی.همدارنګه د ننګرهار ولاىت د هسکې مىنې په ولسوالۍ کې ۷ ترهګر وژل شوی او ىو پټنځاى له منځه وړل شوى دى. د ارزګان ولاىت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې ۴ ترهګر وژل شوی، ۳ ټپیان، ۴ بوشکې چاودېدونکی توکی، ۲ پټنځاىونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوی دی او د پکتىا ولاىت د ځاځىو په ولسوالۍ کې د حقانی شبکې اړوند ۴ ترهګر وژل شوی، په چاودېدونکو توکو بار ىو موټر او ىو موټر ساىکل له منځه وړل شوی دی .

ممکن است شما دوست داشته باشید