روزنامه هیواد

افغان ځواکونو د اټغر ولسوالۍ له سقوطه وژغورله

د هوایی ځواک په ملاتړ افغان ځواکونه وتوانېدل چې د زابل ولاىت د اټغر ولسوالۍ له سقوط څخه وژغوری. مسوولىن وایی، چې په اټغر او داىچوپان ولسوالیو  کې تر ۲۰۰ زىاتو  وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.تېره اوونۍ د پاکستانی پوځىانو په ګډون سلګونه وسله والو طالبانو پر اټغر ولسوالۍ برىد وکړ ،څو دغه  ولسوالی سقوط وکړی،خو د افغان ځواکونو له غاښ ماتوونکی ځواب سره  مخامخ شول او  لسګونو  وسله والو طالبانو په  مرګ ژوبلې سره بېرته په شاوتمبول شول.اوس په  سىمه  کې  جنګ پاى ته رسېدلى، خو هغه سرتېری چې په  جنګ کې یې مېړانه وښودله اوله راستنېدو وروسته د مسوولىنو او د سىمې د اوسېدونکو له  تاوده  هر کلی سره مخ او وستاىل شول.                            باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید