روزنامه هیواد

افغان ځواکونه پراخ ولسی ملاتړ لری

وروسته له هغې چې د ولسی جرګې یو شمېر وکیلانو له ځانګړو پولیسو شکایت وکړ، لاره یې بنده کړه او د شپې دوولس بجې یې بیړنۍ غونډه وکړه، د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شول.افغان ملت اوس د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو پر ارزښت پوهېږی، د وکیلانو پروړاندې د افغان ځواکونو تر څنګ ودرېدل او وکیلان یې ملامت وبلل.له دې پېښې یوه ورځ وروسته په ننګرهار او هرات کې مدنی فعالان سړکونو ته راووتل او اعتراض یې وکړ.مدنی فعالان (( زور واکی ختموو ))تر شعار لاندې سړکونو ته را ووتل اود افغان ځواکونوپه ملاتړ یې شعارونه ورکول  په هرات کې ځوانانو، سپین ږیرو او مېرمنو له افغان ځواکونو وغوښتل چې ملت یې تر شا دى او باید نور له زور واکانو سره جدی او قانونی چلند وکړی.په ننګرهار کې هم مدنی فعالانو د افغان ځواکونو چلند له وکیلانو او زور واکانو سره ستایلی او ټینګار یې کړی ،چې باید قانون د ټولو لپاره یو ډول پلى شی په.ټولنیزو رسنیو کې هم تراوسه (( وکیلان ملامت دی)) تر شعار لاندې د خواله رسنیو چلوونکی افغان ځواکونه ستایی.د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د غیرقانونی وسلو او وسایطو د ټولولو په هدف خپلو ټولو قدمو ته امر کړی، چې په پلازمېنه او ټولو ولایتونو کې له غیرمسوولو وسله والو غیر قانونی وسلې او وسایط ضبط کړی.له څو ورځو راهیسې د ملی پولیسو ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتی ځواکونو سره یوځای د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د تلاشۍ تمځایونه جوړ کړی، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر غیرقانونی او بې اسنادو وسلې او وسایط ضبط کړی دی.د ملی پولیسو د ځانګړو ځواکونو د تلاشۍ په تمځایونو کې د سلګونو تورو ښیښه لرونکو زرهی وسایطو ښیښې پاکې او په لسګونو بې اسناده وسایط قید او ضبط شول.ځانګړو ځواکونو له غیر مسوولو وسله والو لسګونه جوړې نظامی یونیفورم، یوه پایه جمپر (د سېګنال شلوونکې آله) او ګڼ شمېر وسلې هم ضبط کړې دی.دکورنیو چارو وزارت له خپلو ټولو درنو هېوادوالو غواړی، چې د تورو ښیښه لرونکو وسایطو د پاکونې او د غیرقانونی وسلو او وسایطو په ضبط کې له خپلو ملی پولیسو سره همکاری وکړی.د غیرقانونی وسلو او وسایطو د ضبط او همداراز د تورو ښیښه لرونکو وسایطو د پاکونې لړۍ به په کابل او ټولو ولایتونو کې دوام ولری.دا کمپاین د ولس له پراخ هرکلی سره مخ دى او د دوام غوښتنه یې کوی.ځانګړو ځواکونو ته دنده سپارل شوې چې ټول بې اسنادوموټر او بې اسنادو وسلې راټولې کړی.دا کار به مرسته وکړی چې د جرایمو ګراف راټیټ کړی، ځکه اکثره جرایم په تورو ښیښو لرونکو موټرو کې ترسره کېږی.

سید عبدالله پاچا

ممکن است شما دوست داشته باشید