روزنامه هیواد

افغان ځواکونه د دې خاورې واقعی بچیان دی او ټول ملت او نړۍ یې ملاتړ کوی

د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې، د کب نهمه ـ د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.جمهوررییس غنی په داسې حال کې چې د جمهوری ریاست مرستیالانو یې ملتیا کوله، ملی دفاع وزارت ته له رسېدو سره سم لومړی د تشریفاتو قطعه معاینه او د امنیتی او دفاعی ځواکونو د شهیدانو منار ته یې د ګلونو ګېډۍ کېښوده.جمهوررییس غنی دغو مراسمو ته په خپلې وینا کې د هېواد د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو د ورځې مبارکۍ ترڅنګ وویل:  نن د افغانستان دولت او ملت ته د ویاړ ځای دی، چې خپل اتل امنیتی او دفاعی ځواکونه نمانځی او ستاسو له برکته افغانستان پیاوړی او په خپلو پښو ولاړ دی.

ده دېته په اشارې چې ولې دولت د هېواد پر امنیتی او دفاعی ځواکونو ویاړی وویل: دا ویاړ له دې امله دی چې له تاسو پرته به دولت موجود نه وای او ټول باید باور ولری ، چې د امنیتی او دفاعی ځواکونو ساتنه، پیاوړتیا او تجهیز زموږ لومړۍ دنده ده.جمهوررییس د امنیتی او دفاعی ځواکونو لوړه روحیه وستایله او وې ویل: زه هره اوونۍ د وسله وال پوځ د شهیدانو له وارثینو سره خبرې او د هغوی د کورنیو د روحیې قدردانی کوم.

جمهوررییس غنی څرګنده کړه: د افغانستان دښمنان دې پوه شی چې امنیتی او دفاعی ځواکونه د دې خاورې واقعی بچیان دی او ټول ملت یې ترڅنګ ولاړ دی. ستاسو هر یو رضاکار او د دې خاورې سرباز دی. دولت ژمن دی، چې تاسو ته به تل د ملی پانګې په توګه ګوری.

جمهوررییس وویل: امنیتی او دفاعی ځواکونو په تېرو شپږو کلونو کې هغه لاره  وهلې چې په نورو هېوادونو کې ډېر وخت نیسی او په تېرو ۱۴۰ کلونو کې له دې ځواکونو څخه دخلکو ملاتړ بېساری دی، ځکه زموږ امنیتی او دفاعی ځواکونه د افغانستان د اساسی قانون ساتونکی او تطبیقوونکی دی.

جمهوررییس زیاته کړه: د افغانستان د نفوس اکثریت ځوانان جوړوی او تاسو امنیتی او دفاعی ځواکونه په ځوانه پیاوړې روحیه د یو ځوان نسل ملاتړ او ساتنه کوئ.

جمهوررییس د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو ته په خطاب کې وویل: ستاسو په څېره کې واحد ملت، ثبات او د افغانستان هوساینه او سوله لیدل کېږی، له تاسو او اتلولیو پرته به مو نن د سیاست ډګر متفاوت وای.ده زیاته کړه، ستاسو اتلولی، قربانۍ او وړتیا هره ورځ د نړۍ د رهبرانو له لوری ستایل کېږی او تاسو یوازې د افغانستان د خپلواکۍ نه، بلکې د نړۍ د امنیت ساتنه کوئ.د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان وویل:  په ۱۴۰۰ کال کې به د امنیتی او دفاعی ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د کورونو جوړول په قوت پیل شی.جمهوررییس د سولې لپاره د مناسبې فضا په رامنځته کولو کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو د رول په اړه وویل: زموږ د خلکو پر وړاندې نننۍ جګړه له انسانیت، عدالت او حقانیت سره په تضاد کې ده او د اسلام مبین دین سره اړیکه نه لری.د هېواد جمهوررییس وویل: علمای کرام په دوحه، مکه، مدینه، اندونیزیا او د اسلامی نړۍ په نورو ټولو سیمو کې د استدلال په ډګر کې ښه وځلېدل، ځکه زموږ داعیه برحقه ده. جګړه د حللاره  نه ده، خو اتلولی، ژمنتیا او جرئت په دې کې دی چې سوله وکړو.جمهوررییس وویل: څلوېشت کاله کېږی چې نړیوالې ټولنې د عظیم تاریخ او ځلانده تمدن لرونکی لېواله خلک له خپل بنسټیز حق چې هماغه سوله ده، محروم کړی او دا د منلو وړ نه ده، موږ پایداره او باعزته سوله غواړو او دا راتلونکې ده.په دې مراسمو کې د ملی دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل د امنیتی او دفاعی ځواکونو شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ د هغوی له کورنیو سره غمشریکی وکړه او هغو سرتېرو ته یې د دې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ چې د جګړې په ګرمو سنګرونو کې همدا اوس د هېواد په دفاع بوخت دی وویل: د جمهوررییس له لوری ځانګړی مډالونه، ترفیعات او نغدی مرستې د جګړې د لومړۍ کرښې اتلو سرتېرو ته ورکړل شوی دی.د ملی دفاع وزارت لومړی مرستیال افغان ملت ته ډاډ ورکړ، چې پسرلنۍ جګړې ته بشپړ تیاری لری او اوس افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د اکمالاتو، رهبرۍ او همغږۍ له اړخه په خورا ښه موقف کې دی.همداراز په دغو مراسمو کې، د امنیتی او دفاعی ځواکونو د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب د شهید نظام الدین مور حمیدې  او د معلولینو په استازیتوب جګړن شاه زمان خبرې وکړې.

هغوی وویل: موږ د خپل هېواد لپاره قربانی ورکړې او چمتو یوو، چې د دې وطن له لوېشت لوېشت خاورې دفاع وکړو.په دې مراسمو کې سمونمل مومن خان په خپل لاس لیکل شوې د قران عظیم الشان نسخه جمهوررییس ته ډالۍ کړه او همداراز د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د اتلولیو په اړه یو کوچنی فلم هم نندارې ته وړاندې شو. DMc{:<#?

ممکن است شما دوست داشته باشید