روزنامه هیواد

افغان ځواکونه باید ترهګر خپلو ناوړو موخوته له رسېدو مخکې په نښه کړی

د بشر د ډېر ستر اوګډ دښمن په توګه د داعش، القاعده او طالبانو په ګډون ترورېستی ډلو په دې وروستیو وختونوکې ترهګریزو بریدونوته زور ورکړى دې د جلال آباد هوایی ډګر ته څېرمه پریو ساختمانی شرکت د هلمند د ۲۱۵میوند اتل قول اردو پرقوماندانۍ او دغه راز دکابل د دشت برچی په سیمه کې د وحدت ګوند دپخوانی مشر شهید عبدالعلی مزاری د څلېرویشتم تلین دنمانځلو پرغونډې وروستی وحشیانه او بېرحمانه بریدونه یې دثبوت څرګندې بېلګې دی چې دعاطفه لرونکو انسانانو او صله رحمو خلکو او داسې نورو بشر دوستو، سوله دوستو پرګنو او زړه سواندو مدنی فعالانو سختې غوسې او نیوکی یې را پارولی دی ، هغه یې زیات محکوم او وغندل، ډېر لعنتونه یې پرې وویل او دلوى خداى (ج) له دربار څخه یې پرعاملینو دزیاتو عذابونو د رانازلېدو غوښتنه وکړه او په غبرګون کې یې افغان امنیتی ځواکونه،کشفی اوڅارګرې ادارې دې ته متوجه کړی چې له دې وروسته باید تل بیدارې ،هوښیارې او تیارې اوسی ، ترورېستی ډلې خپلوناوړو هدفونوته له رسېدو مخکې کشف او په نښه کړی ، دخپلو اسلامی ضد،انسانی ضد او ترقی ضد عملونو پرسختې جزایې ورسوی او له خاورو سره  یې خاورې کړی له خپلو ناوړو عملونو سره یوځاى یې دتاریخ تورو کندو او ژورو ګړنګونوته پورې وهی او دنورو ترهګرو او دپاکستان، روسیې او ایران په څېر دهغوى دملاتړ کوونکو، تولیدوونکو، صادروونکو او وسله وال کوونکو هېوادونواو نورو مغرضو استخباراتی  کړیو د پوره پند او عبرت سبب شى  د رسنیو له لارې خپاره شوى رپوټونه وایی چې شل ترهګر چې دامریکا پوځی ریفورمونه یې په تن وو د۲۱۵میوند اتل  قول اردو مرکز ته دننوتلو په څو دروازو کې له افغان پوځیانو څخه خلاصې ټنۍ اوسرې سترګى تېرشول ، ددغه قول اردو مرکز ته یې ځانونه ورسول، افغان سرتېری او افسران یې په کې په نښه کړل او له څلوېښتو زیاتو افسرانو او سرتېرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

 همدارنګه ددې ترڅنګ نور ترهګر د سهار په پنځو بجو دجلال آباد هوایی ډګر ته څېرمه دیوساختمانی شرکت ودانۍ ته ننوتل او ددغه شرکت نږدې څلوېښتو کارګرانو ته یې په کې مرګ ژوبله واړوله. وروسته بیا داعشیانو دتیرى پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د دشت برچى په سیمه کې له یوى ودانۍ څخه د وحدت ګوند دپخوانى مشر شهید عبدالعلى مزاری د ۲۴ تلین .د نمانځلو غونډه په نښه کړه ، توغندی یې پرې وتوغول او دهاوانونو ډزې یې پرې وکړې چې د یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون ددغې غونډې یوولس تنه برخه وال یې شهیدان او نور ۹۵ تنه یې ژوبل کړل.

رپوټونه څرګندوى  چې داجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله اودپخوانی ولسمشر حامدکرزی په ګډون لوړ پوړو افغان چارواکو هم په دغې غونډه کې برخه اخیستې وه.

 وړاندیز دادى چې دافغانستان دملی دفاع او دکورنیو چارو وزارتونه ، دملی امنیت لوى ریاست او دغه راز نورې کشفی او امنیتی ادارې او بهرنی پوځی سلاکاران باید سرتېری او  ملی اوسیمه ییز پولیس ښه وروزی ، دهېواد پالنې پرلوړې روحیې دې سمبال او له پوځی مورال څخه دې برخمن کړی او پردندو دې وګوماری چې دخپلې دندې داجراکولو پرمهال تل هوښیار، بېدار او تیارو اوسی ، د دوست اودښمن دپېژندلو په برخه کې له ډېر دقت او پوره احتیاط څخه کار واخلی ، هېڅ دښمن ته دا اجازه  اوفرصت ورنه کړی چې دهغوى له غفلت او ناغېړیو څخه ناوړه ګټه واخلی، هغوى او نورافسران او سرتېری په نښه کړی ، په شهادت یې ورسوی اویایې ټپیان کړی او یانورې ورانکارۍ سرته ورسوی.

رپوټونه وایی چې دملګروملتونو دسازمان سرمنشى او دنورو خیریه ټولنو مشرانو، دسیمې او نړۍ مغرضو ښکېلاکګرو ،نیواکګرو اواستعمارګرو په بې شرمانه لمسونو او هڅونو سره په افغانستان کې د بشر دډېر ستر او ګډدښمن په توګه دترهګرو ددغه ډول وحشیانه اوبېرحمانه بریدونو اودغه راز دافغانستان دسولې په اړه په قطر کې دامریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې دخبرو په غبرګون کې پرافغان حکومت اوطالبانو غږ کړى چې پرافغانستان دې دڅه دپاسه څلوېښت کلنې تپل شوې جګړې دپاى ته رسولو لپاره نور دسولې د خبرو پرټغر کښېنی اوپه پایله کې دې په افغانستان کې د تلپاتې،رښتینې اوسراسری سولې د ډیوې ځلېدو ته زمینه برابره کړی اوله دې لارې دې دترهګرو تور ټغر دافغانستان په ګډون  له سیمې اوآن له ټولې نړۍ څخه ټول کړی او هم دې ورسره جوخت دسیمې اونړۍ مغرضې استخباراتی اوپوځی کړۍ نور دترهګرو له ملاتړ ، تغذیه کولو، روزلو او وسله وال کولو لاس واخلی ، مالی سرچینی دې بیخی پرې وچې کړی او آن تردې چې ترهګردې نور له خپلوهېوادونو وشړی بندیان دې کړی، یادې په نښه کړی او د القاعده دنړیوال ترورېستی سازمان دمشراسامه بن لادن اود طالبانو دپخوانی مشرملا اختر محمدمنصور له برخلیک سره دې مخ او له خاورو سره دې خاورې کړی.

 دسیاسی شنونکو اونورو کارپوهانو په اند پرافغانستان دسیمې اونړۍ ثبات ته دسترګواښ په توګه د طالبانو،القاعده او  داعش په ګډون دوحشی صفتو ترورېستی ډلو د بریدونو دناوړو پلانونو دکشفولو او شنډولو لپاره دې افغان امنیتی اوکشفی ځواکونه د تل لپاره بېدار، هوښیاراو تیار اوسی ، یوه شېبه هم باید غفلت ونه کړی، تروریستان باید سملاسی په نښه کړی، له پښو یې وغورځوی اودې ته یې اړ کړی چې د افغانستان دخلکو پرضد له بریدونو لاس واخلی ، چې په پایله کې یې له افغان حکومت سره دسولې خبروته غاړه کېږدی.

 شاولی قرار

ممکن است شما دوست داشته باشید