روزنامه هیواد

  افغان ځوانانو په پراخه کچه د تنبکو نېشوته مخه کړې

د عامې روغتیا وزارت وایی: له تنباکو نه اکثره، د سګرېت، چلم اوقلیون په ذریعه استفاده کېږی.تنباکو د دخانیاتو اساسی عنصر دی، چې په نړۍ کې د مړینې دوهم لامل ګڼل کېږی.محب الله چې له درې کلونو راهیسې قېلون څښی وایی:په اوونۍ کې درې ځلې قلیون خانې ته ځی: (( زه د کابل ښار په نوآباد کې ټانکرونه جوړوم. همدلته به له ملګرو سره راتلو چې قیلون وڅښو، درې کاله کېږی چې قلیون څښم او په اوونۍ کې درې – څلور ځلی قلیون خانې ته راځم.))ډاکټران وایی: د تنباکو اوږدمهاله څښل د زړه، لید او حافظې د اختلالاتو، د زړه د درزها، د خولې، مرۍ او معدې د سرطان او د وینې د کمښت لامل کېږی.۶۰ کلن عبدالطیف د تنباکو یو قربانی دی، چی په سرطان اخته او اوس د کابل په جمهوریت روغتون کې بستر دی: (( د نهمې میاشتې له پنځمې نېټې راهیسې د جمهوریت روغتون د سرطان څانګې ته لېږدول شوی یم له۴۰ کلونو راهیسې د سګرېت څکولو له امله. د مرۍ په سرطان اخته یم. دلته مې له راتګ نه تراوسه  ۷۵ زره افغانۍ پور کړی او مصرف کړې مې دی.))د عامې روغتیا وزارت د تنباکو د کنټرول د پروګرام مسوول حبیب اروال له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې ویل: د مرۍ، خولې او معدې د ۳۰ سلنه سرطان لامل، په دوامداره توګه د تنباکو کارول دی.دا چې د تنباکو کارول پر بدن څومره اغېزه کوی، د داخلی ناروغیو متخصص ډاکتر ذبیح الله حیدری یې په اړه وایی : (( د بدن په ټول سیستم او په تېره پر تنفسی، قلبی او تناسلی سیستم اثر کوی. په تناسلی سیستم کې د مثانې سرطان پیدا کوی. بله ستونزه چې د تنباکو څښل یې پیدا کوی هغه د سږو بندېدل دی چې اوس یې پیښې ډېرې شوی دی.))که څه هم د افغانستان ولسی جرګې، د تنباکو او دخانیاتو د قانون د شلمې مادې په بدلولو سره، د سګرېټو په واردولو، شل سلنه مالیات وضع او تصویب کړل، خو بیا هم د هېواد په بازارونو کې سګرېت  په ارزانه بیه پلورل کېږی.د مالېې وزارت وایی:که څه هم دغه تصویب شوې تعرفه په ټولو ګمرکون کې پلې کېږی، خو هېواد ته د سګرېټو واردات کم نه شول.د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدی په‌دې اړه وایی: (( د پروسس شویو تنباکو واردات په ۱۳۹۷ کال کې ۱۴ زره ټنه وو چې ګمرکی ارزښت یې دوه عشاریه شپږ میلیارده افغانۍ وو او حکومت ترې، شاوخوا څلورسوه، یو اتیا میلیونه افغانۍ ګمرکی محصول واخیست .))په افغانستان کې له تنباکو نه د سګرېټ، چیلم او قلیون په ذریعه استفاده کېږی.د ډاکټرانو په خبره له تنباکو سره بلدتیا، په لومړی سر کې له کورنۍ او چاپېریاله پیلېږی.دوی وایی: که څه هم تنباکو مخدره او نېشه کوونکې ماده نه‌ده، خو پر مخدرو موادو روږدېدو ته، زمینه برابروی

ممکن است شما دوست داشته باشید