روزنامه هیواد

افغان ځانګړو ځواکونو د طالبانو له بنده ۶۱ بندىان خوشی کړل

د افغانستان د ملی اردو ځانګړو ځواکونو په هلمند کې په ىو لړ عملىاتو کې لږترلږه ۶۰ بندىان د طالبانو له بنده راخوشی کړل. د ملی اردو ىوه وىندوى جاوىد سلىم پرون جمعه ووىل: دا اسىران وړمه شپه په کجکی ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د عملىاتو په نتىجه کې خلاص شول.سلىم وایی، چې د عملىاتو په ترڅ کې لږترلږه ۲ وسله وال طالبان ووژل شول. ده د خوشی شوىو کسانو شمېر ۶۱ وباله.د سلىم پر وىنا طالبانو دا کسان له حکومت سره د همکارۍ، د طالبانو پر ضد حکومت ته د جاسوسۍ او د طالبانو د اوامرو د نه منلو په تور نىولی وو.سلىم وایی ،چې دا بندىان په بد حالت کې ساتل کېدل او ډېرى ىې په ځلونو شکنجه شوی دی.د هلمند د والی دفتر په ىوه خبرپاڼه کې وىلی، چې په خوشی شوىو کسانو کې بوډاګان او ماشومان هم شامل دی.په خبرپاڼه کې وىل شوی، چې د ملی اردو خاصو ځواکونو دا عملىات د کجکی ولسوالی په ده بابا کارېز کې کړی دی.خوشی شوی کسان لشکرګاه ته رسول شوی او له خپلو کورنىو سره به ىوځاى شی.د هلمند چارواکی وایی چې په وروستىو درو مىاشتو کې په دغه ولاىت کې د طالبانو پر پټو محبسونو د افغان امنىتی ځواکونو په عملىاتو کې تر ۳۵۰ زىات کسان خوشی شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید