روزنامه هیواد

افغان ولس به د دښمن پرضد خپل برخلیک په خپله ټاکی !

د افغانانو تاریخی او قسم خوړلی دښمنان په ټول وس هڅه کوی، چې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو مخنیوی وکړی، دا دښمنان د خپلو افرادو په واسطه هم پر ولس د ترهګریزو بریدونو او هم د ناوړو تبلیغاتو له لارې، فشار راوړی، چې دا ټاکنې ونه کړی، خو افغان ولس له ټاکنو پرته، د خپلې بقا او د خپلې مځکنۍ بشپړتیا د ساتنې او دفاع لپاره، بله لاره نه لری، له ټاکنو پرته به، یوځل بیا د قطر غوندې د سولې په پلمه پر افغانستان معامله کېږی، افغانستان به هر ډول بهرنی ملاتړ له لاسه ورکوی، چې په پایله کې د سمت، ژبې، مذهب او توکم په پلمو په کې د دښمن مکاره جګړه رامنځته شی،چې په اسانۍ سره دا هېواد د نړیوالې ترهګرۍ پر ځالو بدل او بالاخره د دښمنانو له خوا په څو برخو تجزیه شی، هغه مهال بیا د دغه ظالم دښمن له خوا د افغانانو نسل وژنه پلی شی ! دغه راز حالت یوه افغان ته هم د منلو نه دی ! له دغه حالته د افغان ولس د ژغورنې لپاره،افغانان په هره بیه چې وی، خپل تصمیم په خپله نیسی او په ټاکنو کې به پراخ ګډون کوی. افغانان د دې لپاره د ملګرو ملتونو، نړیوالې او اورپایی ټولنې په شمول د امریکا ، ناټو او د سیمې دوستو هېوادونو ملاتړ لری ! دا پراخ ملاتړ د دې لپاره دی، چې نه یوازې د افغانانو د تباهۍ مخنیوی وشی، بلکې سیمه او نړۍ هم له ستر ګواښه په امن وی ! له همدې امله افغانان د دښمن له خوا ترهګر بریدونه او ناوړه تبلیغات، له خپل پاخه او نه ماتېدونکی هوډه په شا کولی نه شی، د دښمن دا هڅې په ملی او نړیواله کچه غندل کېږی او د ټاکنو د مخنیوی لپاره د هغوی دا هڅې به کومه پایله ونه لری، خو هغوی به خپله شرمېدلی او له ولسه تجرید شوی وی. له نېکه مرغه اوس افغان ولس بیدار شوی، دا ولس به نه پر ترهګریزو بریدونو وډار شی او نه به یې څوک په پسته ژبه دوکه کړی، چې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره له ټاکنو تېر شی، داسې هېڅ نه شی کېدای؛ وایی: ((که کور وسوځېد، خو دېوالونه یې پاخه شول! )) بل لوری هغوی چې په ګډوډۍ کې یوځل بیا د حکومت خوبونه وینی، خپله څېره نوره هم ولس ته ښکاره کوی. وړمه ورځ ( پنجشنبې ) پخوانی ولسمشر حامد کرزی په ډېره بې شرمۍ سره د ټاکنو د مخالفت هڅه وکړه، هغه رسنیو ته وویل، چې ګنې ټاکنې دې ونه شی!؟ نوموړی تور پورې کړ، چې ټاکنې بدنامې کړی، هغه وویل :(( د ټاکنو پروسه د بهرنیانو تر سیوری لاندې ده او په افغانستان کې آزادې او خپلواکې ټاکنې په اوسنیو شرایطو کې ممکنې نه دی.)) دی هم د تاریخی دښمنانو په څېر غواړی، چې په اوسنیو حالاتو کې افغانستان هر ډول بهرنی ملاتړ له لاسه ورکړی، چې دښمن ته میدان خالی او د افغانستان د تجزیې مسئله عملی شی!؟ همدارنګه نوموړی روسیې، ایران او چین ته د طالبانو وروستی سفرونه د دوی د مدبرانه سیاست برخه ګڼلی دی، خو همدا لوری په افغانستان کې جګړه پرمخ وړی! کرزی اوس ټول پېژنی، چې د څه لپاره دا هڅې کوی!؟ افغان ولس دې ډاډه وی، چې دا ځل د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ملګرو ملتونو په شمول ټوله نړۍ په هېواد کې د ډموکراسۍ پر لور د افغانانو ستر او مهم ګام بولی او ترې ملاتړ کوی، دا ټاکنې به دښمنان نه پر ترهګریزو بریدونو په شا وتمبوی او نه به هم د منفورو کسانو په مغرضانه څرګندونو لغوه شی، بلکې د دوی پرضد به افغانان راووځی او د تلې په شپږمه به یوځل بیا د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره تصمیم ونیسی: (( څو چې پاتې یو افغان وی ـــ تل به دا افغانستان وی ! ))

ممکن است شما دوست داشته باشید