روزنامه هیواد

افغان هوایی شرکتونو بهرنۍ الوتنې پیل کړې

بهرنیو هېوادونو ته د افغان هوایی شرکتونو د الوتکو په الوتنو کې له اوږدې دمې وروسته د لومړی ځل لپاره کام اییر شرکت بهرنۍ الوتنې پیل کړې.دې هوایی شرکت وړمه ورځ وویل، چې د ترکیې انقرې او استانبول ته یې د پخوا په شان الوتنې پیل کړی.کام اییر هوایی شرکت  په اوونۍ کې یوه الوتنه د پاکستان اسلام آباد ته هم پیل کړې ده.دغه هوایی شرکت په سلو کې ۴۰ کورنۍ الوتنې هم پیل کړی، خو په سلو کې ۸۰ عاید یې کم شوی دی.د کام اییر شرکت د بازار موندنې منېجر سلیمان عمر وویل: (( سره له دې چې بندیزونه نرم شوی، خو هېڅ شی د پخوا په شان نه دی. پاکستان او ترکیې ته زموږ سپرلۍ تر پخوا کمې دی. ویلی شم چې توریزم او هوایی ملکی صنعتونو تاوان کړی دی.))د افغانستان د هوایی ملکی چلن اداره وایی ،چې کام اییر د قرنطین په موده کې یعنی د مارچ د میاشتې له وروستیو را په دې خوا نږدې ۲۰ میلیون ډالره تاوان کړی، خو د افغانستان ملی هوایی شرکت  (د اریانا افغان هوایی شرکت) ۱۲ میلیون ډالره بایللی دی.د افغانستان د هوایی ملکی چلن اداره وایی، چې هېواد د کورونا له کبله د بندیزونو په نتیجه کې لسګونه میلیون ډالر له دې درکه هم بایللی، چې د افغانستان له فضا څخه له تېرېدونکو الوتکو به یې اخیستې.د دې ادارې د ویاند نعیم صالحی پر وینا د قرنطین په موده کې بهرنۍ الوتکې د افغانستان له پاسه نه تېرېدې.صالحی دا هم وایی، چې د ترکیې هوایی شرکت (ترکش اییرلاین) او د امارات هوایی شرکت په وروستیو کې افغانستان ته الوتنې پیل کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید