روزنامه هیواد

افغان سوداګر د بېوزلو لپاره د مرستې صندوق جوړوی

د افغانستان د یلو پېج (د افغانستان د سوداګرېز لارښود) یوه بسنټګر سید منصور سادات په هغې غونډه کې چې د افغانستان د سوداګریزې رهنما کتاب د لارښود تړون د لاسلیک په اړه په کابل کې جوړه شوې وه، د سوداګریزې رهنما درلودل د یوې ټولنې لپاره مهم او اړین وبلل او ویې ویل: د افغانستان د سوداګریز لارښود په کتاب کې د ۲۰۲۰ میلادی کال لپاره، له ۱۲زرو د ډېرو شرکتونو آدرسونه او د تلېفونى اړیکو شمېرې خپرې شوې دی.نوموړی د دې په څرګندولو سره چې دغه ډول لارښود د نړۍ په نورو هېوادونو کې هر کال چاپېږی، زیاته کړه چې عام خلک او شرکتونه کولای شی د دغه کتاب له ګټو برخمن شی. د ده په خبره، د افغانستان د سوداګریز لارښود د ابتکار له مخې، له صنعتی او تولیدی شرکتونو سره په تفاهم، تړون لاسلیک شو ،چې پر بنسټ یې هغه شرکتونه چې طرف واقع دی، اړ دی چې په تړون کې شاملو شرکتونو ته ځانګړى تخفیف ورکړی، څوله تولیداتو یې ګټه واخلی.نوموړی د ۱۵۲ اړخیز سوداګریز تړون د لاسلیک موخه د هېواد د داخلی تولیداتو استفادې ته د شرکتونو هڅول وبلل او ویې ویل، چې تېر کال همدا ډول سوداګریز تړون د ۱۱۴ شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوی و.

سادات په خپلو خبرو کې د افغان سوداګرو د زکات صندوق جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغان سوداګرو ابتکار چې د افغانستان د سوداګریز لارښود غړیتوب لری، د افغان سوداګرو د زکات صندوق جوړوی او موخه به یې له اړتیا لرونکو سره مرسته وی.

ده زیاته کړه، چې پر دغه صندوق د باور او اعتماد لپاره استازی ټاکل کېږی، څو هغه سوداګر چې له دغه صندوق سره مرسته کوی، د شفافیت او مرستو له وېشلو ډاډمن وی.نوموړی په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.په ولسی چارو کې د ولسمشر سلاکار او د هېواد سوداګر اعتبار خان ځدران چې په دې غونډه کې یې شتون درلود، وویل،چې د سوداګریز لارښود چاپ او تیارول کولای شی خپلې اړیکې له شرکتونو سره له مخکې نه ښې ټینګې کړی.

د ولسمشر د سلاکار په خبره، دغه لارښود د نړۍ په هېوادونو کې هم شته چې کولای شی د هېواد له تولیدی او صنعتی شرکتونو سره د خلکو او شرکتو د لاسرسی زمینه برابره کړی.

نوموړی وویل: افغان دولت هر وخت د خصوصی سکتور ملاتړی دی او په دې برخه کې یې هېڅ ډول هڅې نه دی درېغ کړی.

د افغانستان د یلوپېج (د افغانستا د سوداګریز لارښود) د رهبرۍ بل غړی سید اشرف هاشمی وویل، چې د تړون له لاسلیک وروسته سوداګریز شرکتونه کولای شی په  ځانګړی تخفیف سره له نورو محصولاتو استفاده وکړی.دغه تړون د ګډون کوونکو په حضور کې لاسلیک شو او د افغانستان د سوداګریز لارښود کتاب مخکتنه وشوه.

د هاشمی د معلوماتو له مخې، د وړمې ورځې په غونډه کې ۵۰ داخلی شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.نوموړی وویل ، چې د افغان سوداګرو صندوق د شرکتونو ترمنځ له تړون وروسته په رسمی ډول پرانیستل کېږی او هر سوداګر کولاى شی په هره کچه چې وغواړی؛ له دغه صندوق سره مرسته وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید