روزنامه هیواد

افغان حکومت په چىن کې بىن الافغانی  غونډې ته پلاوى ټاکلى

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وىاند صدىق صدىقی وىلی، په چىن کې له وسله والو طالبانو سره د بىن الافغانی غونډې لپاره د افغان حکومت لخوا پلاوى ټاکل شوى او غونډې ته په نږدې ورځو کې به ىې اعلام کړی. ىوې سرچىنې بی بی سی ته وىلی چې دا غونډه به د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنىو پاىلو له اعلام وروسته وشی.

ارګ وىلی، د افغان حکومت پلاوی نومونه به وروسته اعلام شی، او له ګاونډىو، سىمه ىىزو او په افغان سوله کې له ښکېلو هېوادونو ىې غوښتی چې د سولې لپاره د افغان حکومت د طرحې ملاتړ وکړی.

په پام کې وه چې د افغان سولې په اړه تېره دوشنبه د چىن په کوربتوب په بېجېنګ کې د طالب او افغان حکومت استازو په ګډون غونډه وشی، خو د نامالومو لاملونو له مخې دا غونډه د نامالومې نېټې لپاره وځنډېده.

وسله والو طالبانو په ىوې خبرپاڼه کې روښانه کړې وه چې د بېجېنګ په دې غونډه کې به د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ د دوى ىو پلاوى ګډون کوی.

ىوې سرچىنې بی بی سی ته وىلی، د بېجېنګ غونډه به په قطر کې د طالبانو او امرىکاىانو او همدا راز د افغان سولې په اړه له نورو پخوانىو غونډه جلا وی.

دا سرچىنه زىاتوی، د بېجینګ په غونډه کې به د بحث اجنډا بدله وی، او پر ىو لړ نورو نوىو موضوعاتو به د ټولو ښکېلو غاړو ترمنځ خبرې اترې کېږی.

د ولسمشر محمد اشرف غنی وىاند صدىق صدىقی د ىکشنبې پر ورځ کابل کې خبری غونډې ته ووىل، د بېجینګ غونډې لپاره د افغان پلاوی په اړه له سىاسی ډلو او نورو خواوو سره سلا مشورې شوې دی.ښاغلی صدىقی ووىل، دا ټاکل شوى پلاوى کولى شی د افغانستان، جمهورىت او هغو ټولو ارزښتونو دفاع وکړی چې په خورا لوړه بىا ترلاسه شوی او ساتل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خلىلزاد تېره اوونۍ په کابل او اسلام اباد کې و.

د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت په اعلامىه کې وىلی، دوى اوس هم پر دې باور دی چې د افغانستان شخړه له سىاسی لارې حل کېدلى شی.

خو د افغان ولسمشر د ملی امنىت سلاکار حمد الله محب تېره اوونۍ کابل کې ىوه خبری غونډه کې ووىل، زلمی خلىلزاد د امرىکاىی پوهنتون د هغو استادانو د خلاصون په لړ کې سفرونه کړی چې دا مهال له طالبانو سره زندانىان دی.

د طالبانو او امرىکاىانو ترمنځ د سولې د خبرو نهه پړاوه تر دې دمه ترسره شوی دی. خو تېره سپټمبر مىاشت کې په کابل کې د طالبانو له ىوه برىد وروسته، چې ىو امرىکاىى وګړى پکې ووژل شو، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ناڅاپی توګه د دې خبرو د درولو اعلام وکړ.

له هغه راهىسې اروپاىی ټولنې، ناټو او پاکستان د دې خبرو د بىا پىلېدو غوښتنه کړې ده، خو د امرىکا حکومت تر دې دمه رسماً په دې اړه کوم اعلام نه دى کړى.

ممکن است شما دوست داشته باشید