روزنامه هیواد

افغان حکومت په سیمه کې د هرې سترې اقتصادی پروژې ملاتړ کوی

د افغانستان د اقتصاد وزارت وایی: افغان حکومت له هر هغې پروژې ملاتړ کوی ،چې د سیمې د لویو پروژو بحث پهکې مطرح وی.د افغانستان د اقتصاد وزارت که څه هم د (( سی‌پک )) په پروژه کې د افغانستان د ګډون په اړه څه نه‌وایی: خو ټینګار کوی چې افغان حکومت په سیمه کې د هرې سترې اقتصادی پروژې ملاتړ کوی. د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن د دوشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته ویلی: د چین او پاکستان ترمنځ د ((سی‌پک)) یا د یادو هېوادونو ترمنځ د هوایی دهلېز په اړه وویل، دغه پروژه یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې په ټوله کې د سیمې د سترو اقتصادی همکاریو لپاره مهمه ده. ښاغلی بهمن زیاته کړه: (( هره پروژه چې په سیمه کې درنه واخلی، ځکه افغانان ترور ته نه تسلیمېږی. هغه زیاته کړه: د شهید قهرمان او شهید اڅکزی کورنیو ته اساسی پاملرنه کېږی.جمهور رییس د هلمند د ولسونو زغم ته په اشارې وویل: دا ستر ولسو د ملی یووالی نمونه ده، که د دوی پرځای تېږه هم وای، نو چادولې به وای. د هلمندیانو اراده، زغم او عزم د قدر وړ دی. هغه زیاته کړه: هلمندیانو تل د نظام ملاتړ کړى او په دې برخه کې یې قربانۍ ورکړې.د هېواد جمهور رییس په ټینګار سره وویل: هلمند لومړى درجه ولایت دى او په واقعی توګه به د لومړۍ درجه ولایت امکانات ورکړل شی او ټولو ادارو ته مې لارښوونه ده، چې د هلمند لپاره خپل تشکیلات زیات کړی.جمهور رییس څرګنده کړه: د ښځو په ځانګړی ډول د کونډو مېرمنو ستونزو ته اساسی پام کېږی. د دښمنانو له لوری شهیدان شوی او زیانمن شوی جوماتونه بیا رغاول کېږی. د شهیدو علماوو او خبریالانو کورنیو ته رسیدګی کېږی. هغه زیاته کړه: د هلمند خبریالان د حقایقو د بیانولو په برخه کې ستونزې او خطرونه ګالی او حکومت به د خبریالانو د ملاتړ صندوق له لارې د شهیدو خبریالانو کورنیو سره همکاری وکړی. محمداشرف غنی وویل: د بست تصدۍ ته ورکړل شوی تخصیص به اجرا شی او همدارنګه یې د هلمند له پانګوالو وغوښتل، چې له دولت سره په مشارکت دغه تصدۍ په پښو ودروی. هغه زیاته کړه: د ټاپی او له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان د برېښنا د لېږد او نورې لویې پروژې هلمندیانو ته هوساینه او خوشحالی راوړی.جمهور رییس وویل: د جنګونو او وچکالۍ له امله د هلمند زیانمن شویو ولسونو سره به د شته امکاناتو په رڼا کې مرسته وشی. کجکی انکشاف مومی او د زمینداور کانال په جوړولو هم اساسی کار کېږی. هغه په ټینګار سره وویل: د هلمند د خلکو بنیادی او ملی پیغامونه د افغانستان ټولو ولسونو ته ورسوی.هغه زیاته کړه: هلمندیان له جنګ، فساد، بې قانونۍ او زورواکۍ ستړی دی. د پوهنې، امنیت، کرنې او نورو برخو کې پراخ او ژور اصلاحات راځی. اصلاحات د ولسمشر د کورنۍ شخصی پرېکړه نه ده دا د هلمند لس غوښتنه ده.جمهور رییس غنی څرګنده کړه: هلمندیانو د نورو هېوادوالو په څېر په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ او د ټاکنو کمېسیون دې د دوی دې پوښتنو ته چې ولې د رای ورکولو مرکزونه پر وخت خلاص نه شول او نه هم مواد پر وخت مرکزونو ته ورسېدل باید ځواب ووایی. هغه زیاته کړه: په ټاکنو کې هېڅ ډول مداخله د منلو او زغم وړ نه ده. جمهور رییس وویل: د هلمند ستونزې د قوې په استعمال نه، بلکې په  پوهنه، کرنه، اقتصاد او ښې حکومتولۍ حلېږی، حکومت او ولس نور د اختطاف وړ نه دی او نه یې هم چاته د اختطافولو اجازه ورکوو.محمد اشرف غنی وویل: په داسې حال کې چې ولسونه د زده کړې، روغتیا، پوهنې او په نورو برخو کې زیاتې ستونزې لری، خو وزارتونه لا هم خپله بودجه نه شی لګولى، نو دوی دې ولسونو ته ځواب ووایی. هغه زیاته کړه: د هلمند ښځې صدقه نه ،بلکې معقول کار غواړی، ځکه د دوی وړاندیز دا وو چې بست تصدی دې فعاله شی چې ښځو ته د کار زمینه برابره شی.جمهور رییس وویل: هلمندیان سوله غواړی، د سولې شرایط برابر شوی، داسې سوله نه غواړو، چې د د جنګ بل فصل پرانیزی. سوله په تدبیر او دقت کېږی. ولس په سوله اجماع لری او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دی. هغه زیاته کړه: هلمند مې په زړه کې ځای لری، د هلمند هره ستونزه خپله ستونزه ګڼم او په هر غم کې ورسره شریک یم.

ممکن است شما دوست داشته باشید