روزنامه هیواد

افغان حکومت: له پاکستان سره د سوداګرۍ پر لا آسانتیا کار روان دی

افغان حکومت وایی: له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې حل شوې او د پاتې خنډونو پر له منځه وړلو هم کار روان دی.د افغانستان د سوداګر او صنعت وزارت وایی ،چې افغان سوداګرو دوی ته ۲۱ ستونزې په ګوته کړې وې او دوی بریالی شوی، چې ډېری یې له منځه یوسی.د دې وزارت ویاند فواد احمدی وایی، چې د وزارت نوې رهبری د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډاډمنې سوداګرۍ د رامنځ ته کولو په برخه کې کار کوی.دی وایی، چې ژر به د افغان او پاکستانی چارواکو ترمنځ د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره بله غونډه هم وشی، چې ډېری ستونزې به په کې ختمې کړل شی.پاکستان هم ویلی، چې دوی له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د ټولو خنډونو له منځه وړلو ته تیار دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید