روزنامه هیواد

افغان حکومت: له عمرانه مو په افغانستان کې د بیا مداخلې تمه نه لرله

د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت وایی: د پاکستان له صدراعظم څخه ىې دا تمه نه لرله چې په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه د درىم ځل لپاره ورته څرګندونې وکړی.دا په داسې حال کې ده چې عمران خان وړمه ورځ په ىوه غونډه کې د درېىم ځل لپاره په افغانستان کې د موقت حکومت وړاندىز ىو ځل بىا تکرار کړ.د بهرنىو چارو وزارت وایی: د صدراعظم عمران خان څرګندونې د افغانستان په کورنىو چارو کې ښکاره مداخله ده او افغان حکومت ىې په کلکه ردوی.د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت وىاند صبغت الله احمدی له پاکستانه وغوښتل چې افغانستان ته د ىو خپلواک هېواد په توګه احترام وکړی او په دې اړه له  نامسئولانه څرګندونو څخه ډډه وکړی.نوموړی زىاته کړه: ((موږ هىله من ىو، چې ښاغلى عمران خان د افغانستان په اړه له غىر مسئولانه څرګندونو ‌څخه ډډه وکړی او په افغانستان کې د لاس وهنې پالىسی ختمه کړی، د افغانستان ټولو متحدانو د افغانستان په اړه د عمران خان ورته څرګندونې مخکې هم رد کړی دی.((نوموړی زىاته کړه چې افغانستان ته د ىو خپلواک هېواد په توګه احترام هم د پاکستان او هم د سىمې په ګټه دى.د ىادونې وړ ده چې ښاغلی عمران خان جمعه په خىبرپښتونخوا اىالت کې ىوې غونډې کې د وىنا پر مهال، ىو ځل بىا دا خبره تکرار کړې چې که افغان مقامات غواړی چې د جمهوری رىاست ټاکنې د سولې د بهىر په ىوې برخې واوړی، ښاىی دې ته اړتىا وی چې ىو موقت حکومت جوړ شی. د ښاغلی خان په وىنا “دا مداخله نده بلکې د ورورولۍ مشوره ده.”عمران په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه دغه څرګندونې د درېىم ځل لپاره پر داسې مهال کړی، چې د افغان سولې لپاره د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خلىلزاد د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته لاړ.ښاغلی خلىلزاد د پاکستان د نورو چارواکو ترڅنګ د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوىد باجوه سره کتلی او د افغان سولې په برخه کې یې د پاکستان مرستې ستاىلې دی.افغان حکومت د ښاغلی خان د ورته څرګندونو په غبرګون کې د روانې وری مىاشتې پر ۸مه په کابل کې د پاکستان د سفىر مرستىال احضار کړ او له پاکستانه ىې خپل سفىر هم کابل ته را وغوښت.په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه د عمران دوهم ځلې څرګندونو ته په کابل کې د امرىکا سفىر جان بس د نوموړی څرګندونو ته په غبرګون کې په خپل ټوىټر په کناىه آمىزه توګه لىکلی و، چې د کرېکټ ىو شمېر تکتىکونه د سىاست په مىدان کې مناسب چلند نه‌لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید