روزنامه هیواد

افغان حکومت له طالبانو سره د دوىم اوربند چمتووالى نىسی

دملی دفاع او کورنىو چارو وزىرانو او د ملی امنىت لوى رىاست مرستىال د زمری په ۳مه د پکتىا ولاىت مرکز ګزدېز ته سفر درلودله دوى سره په‎دې سفر کې په افغانستان کې د ناټو او امرىکاىی ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان نېکلسن، د ((ىو. اېس. اې. اى. ډی)) مسوول او د جرمنی، ناروې او اېټالىا هېوادونو سفىران هم ملګری وو.راغلی پلاوی په پکتىا کې د ملی اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو په قرارګاه کې د پکتىا د ملکی او نظامی مسوولىنو سره ىو نىم ساعت په ‎دې ولاىت کې د امنىتی حالت د څرنګوالی د څېړلو او د ولس د لومړىتوبونو د معلومولو په موخه ځانګړې غونډه درلوده.وروسته‌ىې د پکتىا د ىو شمېر قومی مشرانو، مدنی ټولنې، ځوانانو او ولاىتی شورا له غړو سره په ىوه غونډه کې ګډون وکړ.دملی دفاع وزىر ښاغلی بهرامی ووىل: د افغانستان اسلامی جمهوری دولت په هېواد کې د سولې د تامىن لپاره کلک هوډ لری، د دې هوډ د ترسره کولو لپاره نړىوالې ټولنې او د ولس ملاتړ له ځان سره لری.نوموړی ووىل: موږ په‎دې ولاىت کې پر امنیتی ځواکونو او ولس غږ کوو چې د دولت له لارې د ىو بل اوربند اعلام او پلی کولو لپاره چمتووالى ولری.ښاغلی بهرامی زىاته کړه: کېداى شی ډېر ژر د اوربند دویم پړاو اعلام شی، زموږ امنىتی، دفاعی او سىمه‌ىىزه اداره باىد دې ته چمتووالى ولری ،چې د دولت د پالېسۍ او له هداىت سره سم د سولې برنامه وڅارو. کومه تجربه مو چې له مخکېنی پړاو څخه اخىستې له هغې باىد د درس په توګه ګټه واخىستل شی، مثبت ټکی ىې باىد ولرو او منفی ټکی چې هغه ځل و، دا ځل باىد تکرار نه‌شی.))بل‎خوا د کورنىو چارو وزىر وىس احمد برمک، په افغانستان کې د بهرنىو ځواکونو شتون ته اشاره وکړه وىې‌وىل څو چې نړىواله ټولنه، افغان دولت او ولس په افغانستان کې د تلپاتې سولې په تامىن او د ىو شمېر بهرنىو هېوادونو له مداخلې ډاډمن شوى نه‎وی، تر هغو به بهرنی ځواکونه په افغانستان کې د افغان امنىتی ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوی.ښاغلی برمک زىاته کړه: ((د نړۍ ثبات، امنىت ضربه او زىان لىدلى، نو تر هغې چې نړىواله ټولنه ډاډه نه‌شی چې نور افغانستان د نړۍ او بالاخره سىمې د امنىت او سولې د دښمنانو اډه نه‌ده، تر هغې به له موږ سره وی.))په افغانستان کې د ناټو او امرىکایی ځواکونو عمومی قوماندان جنرال جان نېکلسن په خپلو خبرو کې ووىل: نړىوال ځواکونه په افغانستان کې سوله غواړی او په‎دې برخه کې د افغانستان دولت د سوله‎ىىز پروګرام څخه دفاع او ملاتړ کوی.نوموړى وایی: (( زه تاسو ته ىو ځل بىا وعده درکوم چې ستاسو د سولې د غوښتنې لپاره له تاسو سره مرستې ته حاضر ىو او ټول بىنالمللی ملکونه ستاسو د سولې غوښتنې ملاتړ کوی.))نېکلسن زىاته کړه ،چې په‎دې سفر کې له ده سره د ىو شمېر ملاتړو هېوادونو سفىران راغلی او دوى د افغانستان له دولت او ولس سره د سولې په تامىن او د بىارغونې په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.د پکتىا والی شمىم خان کټوازی په سوېل ختىځ زون کې د ولسی جوړښتونو له مخې د سولې ولسی شورا ىادونه وکړه وىې‌وىل: د دې زون په کچه ىوه شورا رامنځ ته شوې، چې د دولت او وسله‎والو مخالفىنو ترمنځ د مذاکرې له لارې سولې او داىمی اوربند لپاره کار کوی.ده ووىل:ىادې شورا د خپلو هڅو په لړ کې د دولت او مخالفىنو له لوری سره لىده کاته کړی او په نږدې راتلونکی کې به‌ىې پاىلې اعلام شی.د پکتىا ولاىتی شورا د ولس او ځوانانو په استازولۍ د بىارغونې، امنىتی ځواکونو د تشکىل د زىاتېدو او ىو لړ نورې غوښتنې په لىکلی ډول راغلی پلاوی ته وسپارلې.

اصىل ځاځى

ممکن است شما دوست داشته باشید