روزنامه هیواد

افغان حکومت: طالبانو په څلورو میاشتو کې ۵۵۸۷ ملکیانو ته مرګ‌ ژوبله اړولې

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایی، چې طالبانو د روان لمریز کال له پیل ۳۵سلنه تاوتریخوالی زیات کړی دی.د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د طالبانو د بریدونو له امله ۵۵۸۷ ملکیانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.د دغه وزارت د تاوتریخوالی پر کمولو او اوربند د څارنې رییس سید عبدالله هاشمی د پنجشنبې په ورځ کابل کې د غونډې پر مهال ووېیل چې طالبانو په افغانستان کې د حمل ( وری ) میاشتې له پیل څخه د سرطان تر پایه ۹۳ ځانمرګی بریدونه، ۶۵۰ توغندیز بریدونه، ۱۶۷۵ چاودنې، ۸۴۴ هدفی وژنې او ۶۲۳ مځکنۍ نښتې کړی دی.د سید عبدالله هاشمی په خبره، د وسله والو طالبانو په دغو بریدونو کې ۲۵۶۶ ملکیان وژل شوی او ۳۰۲۱ نور ټپیان شوی چې په وینا یې په وژل شویو کې ۱۵۷۵ او په ټپیانو کې ۱۱۷۸ ماشومان او ښځې شاملې دی.نوموړی ووېیل: د روان لمریز کال په لومړیو درېیوو میاشتو کې ۱۷۶۵ وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوی او ۹۱۷۸ نور ټپیان شوی. ده د خپلو خبرو پر دوام ووېیل، چې په دې موده کې څه باندې ۱۰۰۰ طالبان ژوندی نیول شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید