روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان حکومت سوداګرو ته تر یوې میاشتې ګمرکی تعرفې معافې کړی

جمهوررییس محمداشرف غنی وړمه ورځ مازدیګر د افغانستان خونو فدراسیون غړو او یو شمېر متشبثینو سره په غونډه کې د لومړنیو خوراکی توکو په اړه د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.

په دغه غونډه کې ،چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اولیه موادو د ستراتېژیکو زېرمو برابرولو طرحې له جمهوررییس سره شریکې کړې او وې وېیل: په تېره میاشت کې کابو لس زره ټنه لومړنی خوراکی توکی بازار ته عرضه شوی دی.وروسته د افغانستان خونو فدراسیون مرستیال د خصوصی سکتور د ستونزو او د هغو د حللارو په اړه خپل مشخص وړاندیزونه بیان کړل.جمهوررییس غنی د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د افغانستان خونو فدراسیون غړو او متشبثینو ته په خطاب کې ووېیل: تر یوې میاشتې به تاسې په امتحانی ډول له تعرفې معاف شئ، وروسته له دې به وضعیت ته په کتو پرېکړه کوو.جمهوررییس په ټینګار ووېیل: خصوصی سکتور زما ښی لاس دی، که څوک ترې بډې اخلې ملی خیانت کوی. جمهوررییس مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې خصوصی سکتور سره په مشوره دې په ګمرکونو کې د شفافې پروسې له لارې کارکوونکی وګوماری، ترڅو صادراتو ته لازمه زمینه برابره شی.محمداشرف غنی د چارو ادارې لوی ریاست، مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې په ګډه په مرکز او ولایتونو کې د خصوصی سکتور ستونزو د حل په اړه کار وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید