د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان زندانونو د چارو تنظیم اداره وایی: د بندیانو د راخوشی کولو اړوند د ولسمشرمحمد اشرف غنی د دوو فرمانونو له مخې تر اوسه تر ۴۷۰،۷ زیات زندانیان راخوشی شوی دی.د دې ادارې پر وینا د کورونا ویروس پر وړاندې یې په کابل کې د زندانیانو د تجرید، قرنطین او درملنې په هدف د ۲۵۰ بسترونو ظرفیت لرونکی ځای ځانګړی کړی دی.دا وروسته له هغه چې د کابل په پلچرخی زندان کې په کورونا ویروس د ۷۵ زندانیانو د اخته کېدو خبر ورکړل شوی.د دې ادارې ویاند فرهاد بایانی وړم ماښام له آزادۍ ته ویلی، چې له عامې روغتیا وزارت سرهیې توافق کړی، چې دا مرکز به د زندانیانو د تجرید، قرنطین او درملنې لپاره دغه وزارت ته وسپارل شی.ده همداراز وویل، چې د دې ترڅنګ یو ۵۰ بستریز روغتون د تجهیزېدو په حال کې دی چې ډېر ژر بهیې چارې بشپړې او د کورونا ویروس مشکوک کسان به ورته انتقال شی.دا وروسته له هغه چې د تېرې چهارشنبې په ورځ ښاغلی بایانی رسنیو ته ویلی وو، چې د کابل په پلچرخی زندان کې د کورونا ویروس ۷۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دی.ښاغلی بایانی یادونه وکړه ،چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوی په هدف د ولسمشرغنی د فرمان له مخې یی ۱۱۵۰ زیات زندانیان راخوشی شوی دی.ده زیاته کړه: (( تر خوشی کېدو مخکې د زندانیانو د کورونا ویروس معاینات کېږی او د مثبتې نتیجې په صورت کې هغوی د کورنیو چارو وزارت لهخوا جوړو شویو روغتیایی مرکزونو ته لېږل کېږی. دوی تر جوړېدو وروسته کولای شی خپلو کورونو ته لاړ شی. د دې ترڅنګ له زندانیانو ژمنه اخلو چې که کور ته ځی، لومړۍ ۱۴ ورځې به په قرنطین کې تېروی.))د هېواد د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رییس احمد راشد طوطاخېل د غویی په اتمه په ورځ په وویل ،چې د دې ورځې په مناسبت او د کورونا ویروس د مخنیوی لپاره د ولسمشر د فرمان له مخې به د هېواد له ټولو زندانونو ۱۲ زره ۳۹۹ زندانیان راخوشی شی.تر دې مخکې هم ولسمشر غنی د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوی په هدف د شااوخوا ۱۰ زرو زندانیانو د راخوشی کولو امر کړی وو.د زندانونو د تنظیم ادارې د ویاند په وینا د ولسمشرمحمد اشرف غنی د لومړی فرمان له مخې تر اوسه ۳۲۰ ،۶زندانیان راخوشی شوی او دا لړۍ به دوام ومومی.د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا د ځانګړی سرپلټونکی ادارې یا سیګار د راپور له مخې د افغانستان په زندانونو کې شااوخوا ۴۰ زره کسان بندیان دی.