روزنامه هیواد

افغان حکومت د کندهار د صنعتی کولو لپاره د هر اقدام ملاتړ کوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی کندهار ته د خپل سفر په دویمه ورځ وړمه ورځ له غرمې مخکې د دغه ولایت له سوداګرو او صنعت کارانو سره وکتل او د دوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.په دغه کتنه کې د کندهار والی حیات الله حیات هم حضور درلود، په پیل کې حاجی نصرالله زهیر، نعمت الله نعمت او حاجی محمد سعید د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، داخلی صنعت او تولیداتو ته یې د هېواد د جمهوررییس د پاملرنې او ملاتړ مننه وکړه.یادو ویناوالو جمهوررییس ته په کندهار کې د صنعتی انقلاب د پیل د زېری ترڅنګ، د مالیاتو او بیلانس د تنظیم ، د کارخانو د ماشین الاتو، بهرنیو متخصصینو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې د آسانتیا برابرولو، په صنعتی او کرنیز پارک کې زېربناوو ته د پاملرنې، د صنعت او کانونو، د صنعتی پارک مځکو د غصب د مخنیوی، په تحصیلی بنسټونو کې د تخنیکی او صنعتی انجنیرۍ د څانګو د جوړولو، له کندهار څخه ډهلی ته د هوایی دهلېز له لارې د الوتنو په پام کې نیولو او د عبدالمجید زابلی په نامه د کندهار د صنعتی پارک د نومولو په برخو کې، خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل.جمهوررییس غنی د پورته ذکر شویو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته، داخلی صنعت او تولیداتو ته د سوداګرو او صنعت کارانو د پاملرنې او وړاندیزونو مننه وکړه او وې ویل، پنځه کاله مخکې په کندهار کې د صنعت څرک  هم نه لګېدو، خو نن تاسې د درملو او د کندهار له میوو څخه د جوسو د تولید د فابریکو د جوړولو زېرى راکړ ، چې دا د ډېرې خوښۍ ځای دی.ده زیاته کړه: د کندهار صنعتی کول پیل شوی او په دې برخه کې زه او د افغانستان حکومت د هر اقدام ملاتړ کوو.د هېواد جمهوررییس له ټولو دولتی ادارو وغوښتل چې په خپلو تدارکاتی چارو کې دې داخلی تولیداتو ته لومړیتوب ورکړی، دغه راز یې د هېواد ټولو قول اردوګانو ته لارښوونه وکړه، چې د کندهار د میوو له تولید شویو جوسو څخه استفاده وکړی. دغه راز د هېواد جمهوررییس د کندهار والی حیات الله حیات ته لارښوونه وکړه،  چې د کندهار صنعتی پارکونو لپاره دې شل زره جریبه مځکه په پام کې ونیسی. جمهوررییس زیاته کړه:  د کندهار صنعتی پارک دې د عبدالمجید زابلی په نوم ونومول شی.جمهوررییس غنی د هوایی دهلېز له لارې کندهار څخه ډهلی ته د یوه پرواز په پام کې نیولو سره د صنعت کارانو او سوداګرو غوښتنې ته په اشارې وویل: له کندهار څخه ډهلی ته پروازونه پیلېږی، خو تاسې باید مشخصه نقشه ولرئ ، چې له کندهار څخه الوتکه ډکه ولاړه او ډکه راستنه شی.جمهوررییس غنی، له صنعت کارانو او سوداګرو وغوښتل چې په ټول هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او لېږد د غوړېدا په خاطر د ترانسپورټ پر سکتور پانګونه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید