روزنامه هیواد

افغان حکومت د ښځو د وضعیت د ښه والی لپاره سالمه فضا رامنځ ته کړې

لومړی:  په افغانستان کې د دولتی پروګرامونو په لړ کې ښځو ته ځانګړې پاملرنه: په حکومت کې د ښځو سیاسی مشارکت، د اقتصادی پیاوړتیا په غښلتیا کې قدم پورته کول، عدالت او د ټولنیز ملاتړ د لاسرسی په برخوکې  د هغوی د وضعیت د ښه والی په اړه بې ساری اقدامات شوی دی. د دغو اقداماتو په پایله کې اوس ښځې د دې جوګه شوې،چې د هېواد د ننه او بهر خپله استازولی وکړی.

دوهم: د ښځو د تبارز لپاره فضا جوړول:له دې سره جوخت د ښځو ، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ( ملی عملی پلان) د ۱۳۲۵ ګڼه پرېکړه لیک د مخکتنې او پلی کولو پیل؛کوم چې دغه نړیواله تابیا د ۱۳۹۴ ل کال د چنګاښ له ۹ مې د ۲۰۱۵ م کال د جون تر ۳۰ مې پیل شوې ده. د افغانستان د سولې او پراختیا په ملی چوکاټ کې د ښځو د اقتصادی پیاوړتیا او کاری اوسیاسی پوتانسیل د لوړولو لپاره د ملی پروګرام طرحه او ځای پرځای کول د افغان ښځو دری دورې سراسری سپموزیم جوړول، جندر ته ځواب ویونکې بودیجه، د ملی پروګرامونو په اسنادوکې د جنیستی لید لوری شاملول او د تحصیل ( زده کړې) له فرصتونو د ګټې اخیستنې لپاره د لارو چارو په پام کې نیول هغه څه دی چې د ښځو د تبارز یا په اصطلاح د فزیکی حضور او بالفعل اوبالقوه موجودیت لپاره یې مناسبه فضا جوړه کړې ده.

درېیم: د ښځو د اقتصادی مشارکت لپاره د لارې هوارول: د افغانستان د ښځینه سوداګرۍ او صنایعو خونې جوړول، د ښځو پیاوړتیا او د ښځو ونډه په ملی اقتصاد کې او د وټه ییزو چارو د ښه سمبالښت په برخه کې لوی ګام دى.همدارنګه په ښځو پورې د اړوندو شرکتونو او فابریکو د محصولاتو په پېرودلو کې د حکومت ۵ سلنه غوره والی، د افغان ښځو د لاسی صنعتی پنځونې  ( تولیداتو) د سوداګریز نښان جوړول، سوداګرو ( تجارب پېشه)  ښځو ته د ځانګړی شوی لومړنی صنعتی تولیدی پارک پرانیستل او د هغوی لپاره د صنعتی پارکونو له ۱۰ تر ۲۰ سلنې پورې د نورو ظرفیتونو ځانګړی کول، د ښځو په اقتصادی مشارکت (وټه ییز ګډون) کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د دولت له مهمو اقداماتو، کارکړنو او لاسته راوړنو څخه دی.

څلورم: عدالت او قانون ته د ښځو د لاسرسی ډېروالی: د افغانستان په لویه څارنوالۍ کې د تاوتریخوالی د مخنیوی لپاره د مرستیالۍ څوکۍ ځانګړی کول او پر همدې څوکۍ عملی ګومارنه او په ولایتونوکې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د منع کولو د ۳۴ څارنوالیو جوړول، په ستره محکمه کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د منع کولو د ځانګړی دېوان ( دفتراو تشکیل) او په ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوی د ۲۸ ځانګړو محکمو په وړاندې د تاوتریخوالی قضیو ته په رسېدنه کې ډېر جدیت رامنځته شوى او دا ښه عملی کار دی.

همدارنګه د ښځو او ماشومانو د ځورونې په برخه کې د افغانستان په اساسی قانون کې هم ذکر شوی دی . د منع کولو لپاره یې عالی کمېسیون او اړوندې کمېټې په دولتی بنسټونو کې جوړې شوی او د ښځو او د ماشومانو د ځورونې او آزار د مخنیوی قانون هم جوړ او نافذ شوى چې ټولو اړوندو ادارو ته هم ابلاغ شوی دی.

پنځم: د ښځو د ټولنیز ملاتړ پروګرام او عملی چارې یې:

د ښوونې او روزنې په برخوکې په تېرو څلورو کلونوکې په ( مستنده توګه ) ټولې ۳۹۲۷ تنه ښځینه ښوونکې زده کړو ته د نجونو د هڅونې په موخه ګومارل شوی ، چې په پوهنه کې یې د ښځینه ښوونکو شمېر ۲۶ سلنه لوړ کړی دی.

د دې ترڅنګ د هېواد په ټولو ارالمعلمینونو او عالی تعلیماتو کې له ۳/ ۲۸ زرو ډېرې ښځینه محصلانې جذب شوې
دی. د نجونو د زده کړې او روزنې پالیسی په ۱۳۹۷ کال کې هم  د نجونو او ښځو د زده کړې د مشکلاتو او خنډونو د لرې کولو، د نجونو او هلکانو د شمولیت او ګډون د کچې د توپیر کمولو، د زده کړې
او روزنیز سیستم ته له ښوونځی بهر د نجونو د راوستلو او د ښځینه زده کوونکو اوکارکوونکو پر وړاندې مثبت چلند ته د پوهنې وزارت د ژمن کولو په موخه جوړه شوه . همدارنګه په معارف کې د لا زیات جذب لپاره په ۱۹ولایتونوکې د ښوونځیو شوراګانو ښوونیز پروګرامونه جوړ کړی دی. د روغتیا په برخه کې د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۱۳مه  د  ۲ میلیاردو افغانیو په ارزښت د بې بضاعته ښځو لپاره د روغتیایی مرستو ملی پروګرامونه پیل او عملی شوی دی. دغه پروګرام ۱۲۰۰ روغتیایی مرکزونه تر پوښښ لاندې لری او له دغه پروګرام څخه به ۲ میلیونه ښځې ګټه واخلی. د جندر له مخې تاوتریخوالی ته د روغتیایی سکتور د ځواب ویلو پروګرام چې اوس په ۶ ولایتونوکې فعالیت لری او په ۱۲ نورو ولایتونو کې هم پراختیا مومی.

شپږم: د ښځو لپاره د سیاسی مشارکت ډېروالی:

د غوره کاری فرصتونو د برابرولو په برخه کې په ملکی خدمتونو کې د ښځو د ګډون د ډېروالی  پالیسی په کلنی ډول په ملکی چوپړونو او خدماتو کې د ښځو د ګومارنو د ۲ سلنه ډېروالی په موخه جوړه او د پلی کېدو په حال کې ده. د ۱۳۹۷ کال د مرغومی میاشتې له ریپوټونو سره سم ۴ وزیرانې  ۱۱ مرستیالې وزیرانې، څلور سفیرانې  ۲ ښاروالانې ۲۶ سلنه د سولې د عالی شورا په رهبرۍ کې ۲۰ سلنه د ولایتی شورا غړې  ۲۲ سلنه د لویې څارنوالۍ د ادارې کارکوونکې ۲۳سلنه د سترې محکمې کارکوونکې، دکابل ښار د ۱۱ناحیو مرستیالانې، د سیمه ییزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې د جندر  ۲۶ متخصصینې ۶ مستوفیانې او د بلخ ،هرات ، ننګرهار اوکابل ولایتونو د ټولنیزو چارو
مرستیالانې ښځې دی. د بېلګې په توګه په لویه څارنوالۍ کې  د ښځینه رسمی کارمندانو شتون ۷ برابره شوی او له ۳سلنه ۲۲سلنې  ته لوړ شوی او د لومړی ځل لپاره په ۱۳۹۷ ل کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دولت ځانګړې استازولۍ یوه ښځه کوی.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید