روزنامه هیواد

افغان حکومت د پولیو د له منځه وړلو لپاره همکارۍ ته چمتو دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رییس محمد اشرف غنی په مشرۍ په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره د لازیاتو تدابیرو د نیولو په موخه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې  چې پرون له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه،د روغتیا نړیوال سازمان استازی ریچارډ پیپر کورن، د یونیسف ادارې استازی اډیل خودر، د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز او د جمهوررییس سلاکار ډاکټر نجیب الله مجددی، حضور درلود.په پیل کې د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو له پولیو څخه د پاک افغانستان لپاره د چټکو لارو چارو په برخه کې د خپلو ارګانونو د فعالیتونو په اړه جمهوررییس ته معلومات ورکړل.جمهوررییس غنی د یادو معلوماتو له اورېدو وروسته د دې ترڅنګ چې په یو شمېر ولایتونو کې یې د پولیو د پېښو زیاتوالى د اندېښنې وړ وباله وې ویل: د پولیو له منځه وړلو ته ځانګړې شوې منابع دې سمې مصرف شی او حکومت د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى. جمهوررییس پر ولسی انسجام او همدارنګه په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو دکمپاین پر زیاتوالی،  د شېوو پر بدلون او ټول شموله کېدو ټینګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید