روزنامه هیواد

افغان حکومت د وینا آزادۍ او مالوماتو ته د لاسرسی حق ته ژمن دی!

پرون د سپټمبر ۲۸ مه اطلاعاتو ته د لاسرسی نړیواله ورځ وه. دا ورځ په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې نمانځل کېږی، په دې ورځ په افغانستان کې د رسمی غونډو په لړ کې د دې ارزونه وشوه، چې تر کومه افغان حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسی انسانچاری برابره کړې، آیا په دې برخه کې ستونزې څه دی او کوم لاملونه دی، چې دا چاره یې ټکنۍ کړې ده؟ ورته نورې پوښتنې هم شته، چې پرې بحثونه کېږی، خو په ټوله کې دا د راتلونکې لپاره ښه ګام او بنسټ دی، چې افغان حکومت رامنځته کړی دی، د وینا ازادی او یا هم مالوماتو ته د لاسرسی مسئله په افغانستان کې لا نوې مسئله ده، له دې وړاندې داسې څه نه وو اوس اطلاعاتو ته د لاسرسی کمېسیون رسماً چارې پر مخ وړی او په دې برخه کې یې اطلاعاتو ته یې د لاسرسی قانون جوړ کړی او رسماً پلی کېږی!

بیا هم ستونزې شته، ډېر شنونکی وایی، که څه هم د افغانستان په معاصر تاریخ کې د بیان د آزادۍ له اړخه تېر ۱۹ کلونه بې ساری بلل کېږی خو اوس هم افغان خبریالان نیوکې کوی چې په یو شمېر مواردو کې پر وخت او مهمو اطلاعاتو ته لاسرسی نه لری او یو شمېر حکومتی ادارې د معلوماتو په ورکړه کې ټنبلی کوی. د خبریالانو په باور، همدا اوس دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له بهیره هم لرې ساتل کېږی او هغه ډول اطلاعات نه ورکول کېږی چې خلک یې هیله لری. په ریښتیا په دې برخه کې لا ستونزې شته، ځکه تر اوسه دا فرهنګ نه دی عام شوی او یا هم په دې برخه کې د عامه پوهاوی پروګرامونه نه دی پلی شوی، د دې لپاره د داسې پروګرامونو پیلول او په تېره بیا په ټولو دولتی یا رسمی ادارو کې د عامه پوهاوی پروګرامونه او دغه راز د اطلاعاتو د نه ورکولو په صورت کې د ستونزو د رامنځته کېدو د وېرې په اړه عامه پوهاوی ډېر مهم دی، که څه هم ادارې خبرې دی، خو د ګڼو ادارو کارکوونکی لا هم پر دې روږدی نه دی او دې برخې ته ژمنتیا نه تر سترګو کېږی.

منو چې هر هېواد او هره ټولنه په ځانګړې توګه نظامونه، خپلې ملی ګټې او خپل ملی ارزښتونه لری، په دې لړ کې ډېر داسې رازونه شته، چې باید پټ وساتل شی، دا رازونه له عامه خبرونو او رسنیو باید پټ وساتل شی، خو د ادارو مسوولین تر اوسه د عادی او یا هم هغو اطلاعاتو له ورکولو ډډه کوی، چې قانون پرې مکلف کړی هم دی؟!

خو په ټوله کې افغان حکومت د اساسی قانون، د رسنیو د ټولیز قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون په رڼا کې اطلاعاتو ته لاسرسی د هر افغان وګړی حق ګڼی او د هغه ساتلو ته ژمن دی. په ډې اړه د افغان حکومت اعلامیه هم پرون خپره شوه، چې په کې راغلی : (( په تېرو څلورو لسیزو کې د بیان د آزادۍ تر ټولو ستر بستر چې د یوې پرانیستې ټولنې لپاره د دولت او خلکو د ارادې او ژمنتیا څرګندویی کوی او په سیمه کې ساری نه لری اوس مهال رامنځته شوی دی.)) اعلامیه زیاتوی، چې د افغانستان معاصر تاریخ د ټولیزو ازادیو او یوه ولسواک نظام د مخنیوی د هڅو شاهد دی او اوس مهال هم دغه ډول ګواښونه شته چې باید پام ورته وشی. په اعلامیه کې زیاته شوې: (( موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې د بیان ازادی او معلوماتو ته د خلکو لاسرسی به د یوه مهم او اساسی حق په توګه پاتې کېږی او حکومت د تېرو ۱۹ کلونو د ټولو لاسته راوړنو ساتلو ته ژمن دی.))

د افغان حکومت له خوا دا ژمنتیا په داسې حال کې یوځل بیا په ډاګه کېږی، چې په قطر کې له طالبانو سره د پخلاینې د خبرو لپاره زمینه برابره شوې ده، خو ګڼ نور داسې فکر کوی، چې ګنې افغان حکومت به نسکورېږی او دا هر څه به له منځه ځی او د دغه حکومت ځای به نورو ته سپارل کېږی، دغه کسان دا هم وایی، چې ګنې پر سوله معامله شوې ده، خو داسې نه ده، سوله دغو ټولو ارزښتونو ته په درناوی راوستل کېږی، افغان پلاوی همدا دنده لری، چې د پخلاینې مسئله مخ ته بوزی، داسې چې د ټولو اتباعو حقونه په کې خوندی وی، په تېره بیا وروستۍ لاسته راوړنې، نړیواله ټولنه هم په دې برخه کې د افغان حکومت ملاتړ کوی، همدا راز افغان حکومت اوس اجرائیه قوه او په تېره بیا امنیتی او دفاعی ځواکونه لری، چې د هر راز ترهګرۍ او نظام په وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو وس او زور لری، له دغو ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ دوام نور هغه څه دی، چې د دغه ملت د ارزښتونو د ساتلو ډاډ ورکوی! هدایت الله نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید