روزنامه هیواد

افغان حکومت د مغرضو سیاسیونو له توطیو سره سره د ټاکنو پلی کېدو ته ژمن دى

دافغانستان د خلکو منتخب جمهوررییس او دافغان ځواکونو اعلى سر قوماندان محمد اشرف غنی دولسواکۍ دیوې سترې لاس ته راوړنې په توګه پرخپل ټاکلی وخت دولسی جرګې ، د ولسوالیو د شوراګانو او د جمهوری ریاست لپاره د رڼو ، آزادو،عادلانه او سراسری ټاکنو دسرته رسولو په موخه دافغانستان د ټاکنو دخپلواک کمېسیون او حکومت دغوڅې ،نه ماتېدونکې او رښتینې ارادې په لاره کې دخنډونو داچولو لپاره دځینو مغرضو،مخربو، قدرت پالو، ځان پالونکو، قوم پالو اونفاق اچوونکو سیاسیونو او د نظام جوړونې او وطن جوړونې په څېر دملی ګټو د دښمنانو د ډېرو شومو او ناوړو حرکتونو او خوځښتونو په غبرګون کې په زغرده دا ویلی، چې دقدرت دګدۍ اوپیسو دغه ډول لیونیان، جنګسالاران، قوماندان سالاران، غاصبان ،خپلسری عناصر او زور واکان هېڅکله دمېړنی ،اتل او باتور افغان ولس استازیتوب نه شی کولاى اود افغانستان دخلکو دیوې ډېرې سترې ملی وثیقې په توګه دافغانستان داساسی قانون دحکمونو له مخې دافغانستان دخلکو دارادې اورایو په پایله کې جمهوررییس دې ته کلک ژمن دى چې دهېواد ملی ګټو ته په پام سره دخپلو خلکو دیوې سترې غوښتنې اوهمدارنګه دولسواکۍ دیوې سترې لاسته راوړنې په توګه په خپل ټاکلی وخت په هېواد کې د رڼو، آزادو، عادلانه او سراسری ټاکنو دتر سره کولو لپاره دټاکنو طرحه شوی قانون ته دعمل جامه ور واغوندی اوله دې لارې د مغرضو او مخربو سیاسیونو په څېر دقانون ماتوونکو عناصرو اود ملی ګټو د د ښمنانو ناوړه پلانونه اوشومې توطئې دهغوى پر خوب اوخیال بدلې اوله خاورو سره به یې خاورې کړو اوپه دې توګه به له هېواده دمغرضو او مخربو سیاسیونو ،ناقانونه وسله والو ډلو،خپلسرو عناصرو او قانون ماتوونکو په څېر دملی گټو او نظام ددښمانو تور ټغر له هېواده ټول کړو او پر ځاى به یې د رڼو ،آزادو ، عادلانه او سراسری ټاکنو له لارې دو ګړنی حکومت او دولت د رامنځ ته کولو لپاره لاره پرانیزو. دسیاسی شنونکو او نورو کارپوهانو په اند دغه ډول مغرضو سیاسی ډلو ټپلو، ناقانونه وسله والو ډلو ،خپلسرو عناصرو،قانون ماتوونکو اود ملی ګټو نورو دښمنانو اولنډه غرو نه یوازې دژبې ، سمت ، قوم او مذهب په نامه خلک تل لوبولی،تېرایستلی اوله دې لارې یې دقدرت د ګدۍ او پیسو په څېر له خپلو ناوړو شخصی ګټو ښکار کړی دی، بلکې دافغانستان د تاریخی دښمنانو په توګه یې دپاکستان او ایران په څېر دسیمې اونړۍ دمغرضو استخباراتی او پوځی شبکو اودغه راز دنړۍ له زبېښاکګرو،ښکېلاکګرو او نیواکګرو ځواکونو سره دناوړو معاملو او جوړښتونو له مخې په هېواد کې اړو دوړ او ګډوډیو ته هم زمینه برابره کړې ده اوله دې لارې یې له خپلو دغه ډول استخباراتی بادارانو څخه بوجۍ بوجۍ ډالر او نورې پرېمانه ډالۍ اوسوغاتونه ترلاسه کړی، ځانونه یې پرې پړسولی اوپړقولی دی،په داسې حال کې چې له دې وړاندې یې آن پاس په آسمان کې ستورى او لاندې پرمځکه سیورى نه درلود اوس نه یوازې په افغانستان بلکې ددوبۍ په څېر په بهرنیو هېوادونو کې هم بې شمېره دنګې دنګې ماڼۍ او آسمان څکی برجونه لری اوپه خپلو زیاتو مزو،چړچو اومیلو کې تل ډوب دی چې له ډېره بده مرغه په مقابل کې یې دهېواد ځوانان او نور خلک د ډېرې بې وزلۍ ،نادارۍ او بېکارۍ له لاسه دګدائۍ کچکولونه غاړو ته اچولی ، کوڅه په کوڅه ګرځی ، خیراتونه غواړی سپیلنی لوګۍ کوی، یا لارویان له لمنو او لاسونو کلک نیسی ،پیسی ترې غواړی اویا دانسانی قاچاقچیانو ښکار کېږی او دمنځنی ختیځ پرشیخانو یې پلوری اویاپه بهر کې دکارموندنې لپاره دلارې په اوږدوکې په سمندرونو کې ډوبېږی ، په ځنګلونو او دښتو کې ترې تم کېږی، دځناورو ،کارغانو، نهنګانو او کبانو د خوراک ښکار کېږی. وړاندیز دادی چې افغان حکومت اونړیواله ټولنه دې په خپلو کې د پوره همغږۍ له مخې دولسواکۍ دیوې سترې لاسته راوړنې په توګه د ټاکنو په څېر دملی گټو دښمنانو او نورو لنډه غروته دا اجازه ورنه کړی چې دخپلو ناوړه شخصی ګټو د ترلاسه کولو لپاره دټاکنو ترسره کولو او دغه راز دسولې په لاره کې خنډونه واچوی او آن تردې پورې چې دسولې دکلونو کلونود ارمانجنو او جګړه ځپلو افغانانو دیوې سترې غوښتنې په توګه په هېواد کې دتلپاتې رښتینې او سراسری سولې لوړ هدف ته د رسېدلو لپاره دافغان حکومت دکلونوکلونو سوله ییزې منډې ترړې اونه ستړی کېدونکې هلې ځلې پر اوبو لاهو کړی اود خپلو ناوړو شخصی ګټو د ترلاسه کولو لپاره اوبه خړی کړی او کبان په کې ونیسی په هرحال هرڅومره چې ژر کېږی نور باید افغانان د دغه ډول ناوړه استفاده کوونکو او مغرضو سیاسیونو ،دقدرت پالو، قوم پالو ،خپلسرو او ناقانونه وسله والو ډلو او لنډه غرو مخه ونیسی او زموږ ویاړلی وطن او نظام دنورو دښمانو له شره وژغوری اوپه دې برخه کې دخپلې غوڅې ارادې دپلی کولو لپاره لاندې شعر ته دعمل جامه ورواغوندی.

په جهان دمېړنو دی دا دوه کاره

یابه وخوری ککرۍ پابه کامران شی

شاولی قرار

ممکن است شما دوست داشته باشید