روزنامه هیواد

افغان حکومت د سید جمال الدین افغان پوهنتون ته پراختیا ورکوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی کونړ ته د خپل سفر په جریان کې چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د یاد ولایت له ښوونکو او د سیدجمال الدین افغان پوهنتون استادانو سره وکتل.

استاد محمد رضا ظهیر جمهور رییس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سید جمال الدین افغان پوهنتون د انکشاف په موخه د سیمیناراو فکری مرکز جوړولو، د لرګیو صنعت پوهنځی او فابریکې د ایجاد، د درې پوهنځیو د ودانیو جوړولو، د استادانو د کمبود او مسکن هر اړخیزې ستونزې له جمهور رییس سره شریکې کړې.جمهور رییس غنی له استادانو او ښوونکو څخه د دغه مسلک د غوره کولو او د وطن د خدمت لپاره د ژمنو کدرونو د روزنې له امله مننه وکړه. همدارنګه یې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د سیمینار جوړولو او تمویل په اړه به اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړی.ده زیاته کړه: د سیمینار د وړاندیزونو او پایلو په رڼا کې به د سید جمال الدین افغان پوهنتون د انکشاف لپاره اقدامات او اساسی پاملرنه وکړو.د هېواد جمهور رییس څرګنده کړه : د کونړ، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او هلمند پوهنتونونه باید د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو لپاره د وصل او روښنایۍ مرکزونه وی. ده زیاته کړه: د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو ولسونه ګډ احساسات، ارزښتونه، تاریخ او راتلونکی لری، نو دوی ته باید اساسی پاملرنه وشی.جمهور رییس څرګنده کړه: د لرګیو د صنعت پوهنځی د ایجاد ترڅنګ به د جمهوری ریاست له بودجې څخه د ارګ عملیاتی واحد د سید جمال الدین افغان پوهنتون د یو پوهنځی ودانۍ هم جوړه کړی.د هېواد جمهور رییس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د ښوونځیو د ودانیو لپاره امکانات برابر شوی او له همدې امله په کونړ کې د ۲۰۰ ښوونځیو ودانۍ جوړېږی او په دې برخه کې به شته ستونزې
په اساسی توګه حل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید