روزنامه هیواد

افغان حکومت د سولې له بین‌الافغانی  خبرو نه مخکې پر جامع محور سلا کوی

اجرائیه ریاست وایی: حکومت په قطر یا بل هر ځای کې د سولې د بین‌الافغانی خبرو نه مخکې هڅه کوی چې ټول سیاسی لوری او سیاسی قوتونه د سولې لپاره په یو محور راټول کړی او د سولې په هڅو کې یو واحد دریځ ولری.دا خبره د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون وړم ماښام آزادۍ راډیو ته ویلی: داسې یو محور د رامنځته کولو لپاره چې ټول افغانان په‌کې خپل شمولیت ووینی، سلا مشورې روانې دی.نوموړى وایی: (( د حکومت مشرانو د یو شمېر سیاست‌والو سره لیدنې کتنې او سلا مشورې پیل کړی چې څنګه کېدای شی دوی د سولې د خبرو لپاره په یو محور راټول شی. ده محورونه لکه د مسکو کنفرانس، د قطر د خبرو یا نورو ځایونو کې چې غونډې جوړېږی، دا جلا جلا محورونه یوې نتیجې ته نه‌رسېږی، ځکه زموږ په نظر دا اجرائیه بڼه نه‌لری او حکومت په‌کې نه‌شته.))د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون زیاته کړه، چې د سولې لپاره د یو مشترک محور د رامنځته کولو په هڅو سربېره، حکومت د سولې د یو داسې مرکچی پلاوی پر جوړېدو هم کار کوی چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړی او ورته د منلو وړ وی، څو د ده پر وینا طالبانو ته داسې کومه پلمه په لاس ورنه‌شی چې یو ځل بیا له بین‌الافغانی خبرو څخه مخ واړوی.دا چې د داسې یو ټول شموله محور او همدارنګه د سولې د بین‌الافغانی خبرو لپاره د مرکچی پلاوی په اړه روانې سلا مشورې به کله نتیجې ته ورسېږی؟ښاغلی خوځون وویل: (( په‌دې اړه به د حکومت مشران له نورو او ټولو مخکښو سیاسی جهتونو سره، د مدنی ټولنې له استازو سره، همدارنګه د ښځو له استازو سره وګوری او موږ هیله‌مند یو، چې ډېر ژر یو هم شموله مرکچی پلاوى اعلام شی او هم د ملی اجماع تر چتر لاندې یو واحد غږ د سولې لپاره پیدا کړو.))په کابل کې د بین‌الافغانی خبرو لپاره د مرکچی پلاوی او یو افغان شموله محور په جوړېدو دا سلا مشورې په‌داسې حال کې روانې دی، چې د افغان سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په کابل کې د ملی یووالی د حکومت له مشرانو او نورو سیاستوالو سره له لیدنو او سلا مشورو وروسته د سې شنبې په ورځ کندهار ته تللى و.

ممکن است شما دوست داشته باشید