روزنامه هیواد

افغان حکومت د امریکا د سنا مجلس له تصویب شوې لایحې هرکلى وکړ

افغان حکومت له افغانستان او سوریې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مخالفت په اړه د امریکا د سنا مجلس له لوری له تصویب شوې لایحې هرکلى وکړ.د امریکا د سنا مجلس له لوری له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرخلاف د لایحې له تصویب وروسته، افغان حکومت له دغې پرېکړې هرکلى کوی او وایی، چې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا ده.د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته ویلی: لا هم ترهګر د دواړو هېوادونو د ګټو پر وړاندې جنګېږی او اړینه ده، چې امریکایی سرتېری په هېواد کې د سولې د ټینګښت او د ترهګرو د له منځه وړلو په هدف حضور ولری.دى زیاتوی:(( په افغانستان کې د امریکا دمتحدو ایالتونو د سرتېریو حضور اړتیا ده، لا هم په افغانستان کې ترهګر په بېلابېلو کرښو کې د دغو دواړو هېوادونو پر وړاندې د جګړې په حال کې دی، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو او د دوامداره امنیت تر ټینګښت پورې د همکاری اړتیا ده او هیله مند یو، چې دغه همکارۍ دوام وکړی.)) دا په داسې حال کې ده ، چې د امریکا د سنا مجلس چې جمهوریت غوښتونکی په کې اکثریت دی، د پنجشنبې په ورځ له افغانستان او سوریې د امریکایی ځواکونو پر وتلو مخالفت څرګند کړ او په دې اړه یې لایحه تصویب کړه.په دغې لایحه کې ویل شوی ، چې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان او سوریه کې فعالیت کوی او دا د امریکا پر وړاندې ګواښ دى.په لایحه کې دا هم راغلی چې په افغانستان او سوریه کې د داعش او القاعده ترهګرو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې پرمختګ شوى، خو په دغو دوو هېوادونو کې د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د لازمو اقداماتو له نه نیولو وړاندې د امریکایی ځواکونو بېړنی وتل به نه یوازې سیمه بې ثباته کړی، بلکې د یوې خلا د جوړولو احتمال هم شته چې د ډکولو لپاره به یې روسیه او ایران هڅو ته مټې بډ وهی.له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلی وو ،چې د سولې د هوکړې د ترلاسه کېدو په صورت کې به له افغانستانه امریکایی ځواکونه وباسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید