روزنامه هیواد

افغان حکومت باید له روسیې او پاکستانه په ملګرو ملتونو کې رسمی شکایت وکړی

یوازې روسان نه دی، چې له خپلې ماضی عبرت نه اخلی، بلکې نور هم شته چې په ړندو سترګو د نورو په پل د کندو په لور روان شوی.‌ همدې روسانو ته په افغانستان کې له خونړی جنګ څخه ډېر مالی او ځانی تاوانونه ورسېدل؟ دوی اوس څنګه بیا په ډېره سپین سترګۍ سره په افغانستان کې د سولې او جګړې لپاره طالبان په شا ټپوی او په رڼا ورځ یې ښکاره ملاتړ ته مټې را بډوهلې دی!؟ په اصل کې افغانان ملامت دی، چې د تاریخ په اوږدو کې یې په ځلونو خپله ماضی هېره کړې ده، خو له روسانو سره په یو لږ څه تفاوت سره. هغه دا چې افغانانو تل کوښښ کړی ، چې جنګ خپل کور ته راوړی، خو نورو بیا همېشه د جنګ اور د بل په کور کې بل ساتلى او یوازې د هغوی په اصطلاح تاکتیکی ډوله شا تګ یې کړی دی.

ځینې افغانان خو یا ډېر هېرجن دی او یا لکه د روسانو په څېر یې له ماضی څخه درس نه دی اخیستی. طالبانو ته که وګورو نو د همدوی ډېرو مشرانو خپلې سترګې او لېنګی له روسانو سره په جګړو کې له لاسه ورکړی، خو دوی بیا دومره په خپل ضد او عناد کې وړاندې تللی، چې له هغه پرونی دښمن سره ناسته پاسته ور ته لاسته راوړنه ښکاری، خو له خپل افغان ورور سره د خبرو مېز ته کښېناستل ور ته کمزوری ښکاری.

پر دې سربېره هغو افغانانو چې د طالبانو د استازیو هغه وېډیو لیدلې، اکثرو یې د طالبانو په استازیو لعنت ویلى، چې هغه پاکستان مو هېر شو، چې په څه ډول یې تاسې د څو ډالرو په بدل کې لکه د قربانۍ د پسونو په څېر خرڅلاو ته وړاندې کولئ؟  خو اوس بیا په ماته غاړه ور خوشی یاست او په پلاستیکی کڅوړو کې ور ته لا سوغاتونه هم ورکوی. په ډیپلوماتیک عرف کې دا یوه ډېره کمزورې چاره بلل کېږی چې څوک دې په داسې کڅوړو کې په ماته غاړه د چاپړسۍ په بڼه ډالۍ وړاندې کوی. لرې به نه ځو، په همدې استازیو کې اکثرو یې د پاکستان په محبسونو کې شپې ورځې تېرې کړی هغه هم په دې ګناه چې له افغانانو سره به مذاکرات کوی. د دوی هغه غړی به هم نه یادوو ،چې له ډېرو شکنجو یې په زندانونو کې ساه ورکړې، خو اوس څه معجزه وشوه، چې دا هر څه هېر شول او په دوی دومره باور کېږی،چې په افغانستان کې د سولې لپاره به ښه نیت ولری. د پاکستان همدا شعار ښه ښکاره دی،چې وایی: (سب سی پهلی پاکستان!) یانې له هر څه وړاندې ور ته پاکستان مهم دی.‌ دا نور هر څه ور ته د سیاست په ډګر کې د سون توکی ښکاری،‌ خو ځینې بې خبره یې د اسلام کلا بولی. په هر صورت، که طالبان د بل چا نه اوری ، نو د خپل پخوانی سفیر ملا ضعیف خبرو ته دې غوږ ونیسی چې وایی: افغانان باید په پاکستان باور و نه کړی.

ټول په وطن مین افغانان چې حالات څاری په دې پوهېږی چې روس او پاکستان زموږ لپاره نه ، بلکې د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې کله د یو چا او کله هم د بل چا تر شا ولاړ وی. همدوی دی، چې زموږ د وطن د ورانۍ او بربادۍ لپاره یې د قومی تعصب او کرکې تخم وکاره او تر ننه د نظام ضد عناصرو په روزنه بوخت دی او په ډېره بې شرمۍ سره د افغانستان د نظام د مخالفو وسله والو د ملاتړ لپاره میدان ته راوتلی او په نړیوال فورم کې د طالبانو په استازیتوب خبرې کوی. که طالبان نه شرمېږی ، نو روسان یا پاکستان به ولې وشرمېږی (!) د چا چې ګټې په جنګ کې نغښتې دی، په هغه جنګ کې چې په دواړو خواوو کې د افغانانو وینې بهېږی او دوی په دې ډول غواړی د خپلې تېرې ماضی خراج واخلی.

د کابلوف وروستۍ څرګندونې په ښکاره د افغانستان د امنیت شورا د سلاکار ډاکټر محب هغو خبرو ته مستقیم ځواب دی ، چې په ملګرو ملتونو کې یې د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د اوسنی وضعیت په اړه وکړې. ده په څرګندو ټکو کې وویل، چې په افغانستان کې سوله او جنګ دواړو ته چمتو دی،‌ خو هیله یې وښوده چې مخالف وسلوال دې د جنګ لاره نه غوره کوی، بلکې د بین الافغانی مذاکراتو له لارې دې د یوې تلپاتې سولې لپاره خبرو ته کښېنې.‌ افغان حکومت باید د روسانو د استازی د دې څرګندونو په اړه له هغه څخه رسماً توضیحات وغواړی او هم دې په ملګرو ملتونو کې ترې رسماً شکایت وکړی ،چې نور باید زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړی.

ډاکټر عطاالله زیارمل

ممکن است شما دوست داشته باشید