روزنامه هیواد

افغان باتور ملت د خپلواکۍ [ سلمه کلیزه ] نمانځی!

سبا دوشنبې د زمری ۲۸ مه ، د افغانستان د خاورې  د نیمې برخې د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو له سلمې کلیزې سره برابره ده. افغان حکومت او ولس په ګډه د دې ویاړلې ورځې د نمانځنې لپاره تیارى نیولى دى. پوره ۱۰۰ کاله وړاندې پر ازادۍ مینو او آزادۍ غوښتونکو افغانانو د ملی اتل غازی امان الله خان تر مدبرانه مشرتابه لاندې د وخت تر ټولو ستر ښکېلاکګر ځواک انګرېز ته، چې لمر یې په امپراتورۍ کې نه ډوبېده،یوځل بیا ستره او شرمېدونکې ماتې ورکړه او د هېواد د نیمې برخې خپلواکی یې بېرته ترې ترلاسه کړه! دا د افغانانو لپاره ستره او عظیمه ورځ ده ،افغان اتل ولس پر خپلې دغې بریا ویاړی او  پر جشنونو یې نمانځی،افغان ملت د داسې خاورې خاوند دى، چې پر خپلو وینو یې ګټلې او چا په سوغات کې نه ده ورکړې او نه یې هم له چا غصب کړې او دا ولس پر ملی او معنوی ارزښتونو د ولاړ نظام ننګه او ملاتړ کوی او د دې لپاره په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون کوی،چې خپل برخلیک پخپله وټاکی او په خپل هېواد کې د نېکمرغه او پرمختللی ژوندانه لپاره کار وکړی! افغان ولس د خپلواکۍ د جشن د نمانځلو ترڅنګ د خپلواکۍ د غزا ټولو اتلو شهیدانو او غازیانو ته د درناوی مراتب څرګندوی او په دې اړه د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د پاک قران ختمونه کېږی، خو دا ملت باید د خپلواکۍ د ساتلو لپاره خپل ملی هوډ لا غښتلى کړی! موږ د خپل هېواد د خپلواکۍ دا کلیزه په داسې حال کې نمانځو،چې ولس د تاریخی دښمن د مغرضانه او تپل شوې جګړې له امله له ګڼو امنیتی، اقتصادی او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دى. هغه مهال چې افغانانو خپلواکی بېرته تر لاسه کوله، ټول ملت سره متحد او یو موټى و ،نن هم باید افغان ولس داسې متحد او یو موټى واوسی چې د افغانانو پرضد د دښمن د تپل شوې جګړې جرړې له بېخه وچې کړی، ټول افغانان باید د خپلو باتورو نیکونو پرپله پل کېږدی او  په خپلو منځو کې سره یولاس او یوموټى شی. خپلواکی یوازې د پیاوړی نظام په شتون کې د ملی یووالی تر چتر لاندې ارزښت لری، هر هېوادوال باید فکر وکړی،چې د نظام د پیاوړتیا او د خپلواکۍ د ساتلو لپاره څه کولى شی! دا چې افغان ځواکونه د هېواد د ساتنې او د ملت د دفاع لپاره چمتو شوی،نولازمه ده چې ملت د خپلو سرتېرو ملاتړ ته زور ورکړی، سره یو لاس اویوموټى شی او د هېواد د خپلواکۍ، ملی واکمنۍ او مځکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره خپل ملی اوتاریخی رسالت سرته ورسوی. له بلې خوا افغانان په لوى ازمون کې دی ،حکومت او ولس هڅه  کوی ،چې څرنګه د تپل شوې جګړې د مخنیوی لپاره لاس په کار شی! ځکه د تاریخی دښمن په لمسون په بېلابېلو پلمو د افغان وژنې لړۍ روانه ده او پر سوله رانه ستره بیه غواړی، خو باید ملت د داسې سولې لپاره غږ پورته کړی، چې عزت یې په کې نغښتى او تل پاتې وی! د دې لپاره په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې د ملت پراخ ګډون ډېر مهم او حیاتی ارزښت لری، ملت باید د خپلواکۍ د اخیستلو د وخت په څېر نن هم د حکومت تر څنګ ودرېږی او ولس باید پوه وی،چې یو شمېر کورنۍ او بهرنۍ کړۍ یې سره بېل نه کړی ،همدا اوس ځینې کړۍ د هغو بهرنیو دښمنانو په مرسته،چې ترې خپلواکی ګټل شوې،په ټول وس هڅې کوی،چې نظام ړنګ او پر ځاى یې بل د مؤقت حکومت په نامه ( لاسپوڅی حکومت ) پر ملت او هېواد واکمن کړی. دغه ډلې او خوځښتونه هڅه کوی چې د جمهور ریاست ټاکنې له خنډونو او نابودۍ سره مخ کړی.خو ملت باید هغوى ته وخت ورنه کړی او په مخ کې یې ودرېږی! وسله وال مخالفین نور باید پوه شی او د دښمن د ګټو لپاره د خپلو هېوادوالو وینې ونه بهوی، وسله وال مخالفین باید له ورور وژنې او هېواد ورانونې لاس واخلی او ټولې لانجې د خبرو له لارې حل کړی، ځکه دا د ټولو افغانانو ستر ملی او اسلامی رسالت دى،چې په ملی یووالی د خپلواکۍ پایښت تضمین او ډاډمن کړی. ملت باید د خپلواکۍ د اتلو شهیدانو او نامتو ملی مشرانو هیلې پوره کړى او په پیاوړې روحیه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تیارى ونیسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید