روزنامه هیواد

افغان او پاکستانی چارواکو د مهاجرینو پر ستنېدو خبرې وکړې

افغان او پاکستانی چارواکی وایی،  د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو د وزارت د مرستیالې مېرمن عالمې په مشرۍ  افغان پلاوی په اسلام آباد کې د پاکستان د ایالتونو او سرحدی سیمو د وزارت ((سفران)) د مرستیال محمد اسلم خان سره په پاکستان کې د دېره افغان مهاجرینو د اوسېدنې او وطن ته د هغوی د ستنېدلو په اړوندو مسایلو خبرې کړی.د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر وایی: دا خبرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهاجرینو  جوړې شوې د کمېټې په کچه تر سره شوی دی.ښاغلی باهر وویل: (( د عمل په دې پلان کې شپږ بېلابېلې کمېټې ځانګړې شوی، چې هره یوه یې په جلا توګه کار کوی، یوه یې د وګړو کمېټه ده، چې د مهاجرینو په برخه کې کار کوی او د دې برخې خبرې پرمخ وړی.))  ښاغلی باهر وویل: دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغې کمېټې دویمه غونډه ده.

​په اسلام آباد کې د دې خبرو په پای کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی ،چې دا غونډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان میلادی کال د جولای د په ۲۲ مه په کابل کې پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې مېرمن تهمینه جنجوعه په مشرۍ د پاکستانی او افغان پلاوو ترمنځ د افغانستان، پاکستان د سولې او پیوستون لپاره د عمل د پلان د لومړۍ غونډې په دوام سره شوې ده.په دې اعلامیه کې ویل شوی، چې دواړو خواو په عزت او تدریجی ډول وطن ته د افغان مهاجرینو د ستنېدو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو هم چمتووالی ښودلی دی.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایی: د دې خبرو درېیمه غونډه به د دواړو خواو په موافقه په راتلونکی کې په کابل کې جوړه شی.اوس مهال په پاکستان کې څه باندې دوه میلیونه افغان مهاجرین ژوند کوی، چې د دغه شمېر شاوخوا یو میلیون او څلور سوه زره یې د اوسېدنی قانونی اسناد لری.تېر کال د پاکستان حکومت د افغان حکومت په مرسته د شااوخوا اته نیم سوه زرو هغو افغانانو د نومونو د ثبتولو کار پیل کړ چې په دغه هېواد کې یې د قانونی اسنادو پرته ژوند کوه.د افغانستان د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر وایی: تر اوسه شپږ سوه زرو افغانانو په پاکستان کې د اوسېدلو قانونی اسناد ترلاسه کړی دی. ښاغلی باهر وویل: (( د دې کارت او د هغه کارت ترمنځ توپیر ،چې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالی کمېشنرۍ له خوا افغان مهاجرینو ته ورکول کېږی دا دی، چې وطن ته د ستنېدلو پر مهال له هغوی سره د هغو ستنېدو افغانانو، چې د ((یو این ایچ سی ار)) کارتونه لری د مرستو بهیر یې توپیر لری.)) ښاغلی باهر وایی: یو شمېر افغانانو په خپله د نوم لیکنې پر وخت د نوم لیکنې مرکزونو ته مراجعه ونه کړه او هغوی لا هم په پاکستان کې د اوسېدلو قانونی اسنادو له لرلو پرته ژوند کوی.د مهاجرت د نړیوالې ادارې (( آی آو ایم)) د دې اوونۍ د راپور له مخې، له سږکال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه تر تېرې اوونۍ پورې ۶۸۷۱۹۴ افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوی ،چې یوازې ۲۸۶۰۴ یې له پاکستان او پاتې نور له ایران څخه افغانستان ته تللی دی.

اکرم شینواری

ممکن است شما دوست داشته باشید