روزنامه هیواد

افغانه مهاجره غواړی د امریکا د ایالتی پارلمان غړې شی

کله چې صفیه وزیر، د لومړی ځل لپاره د «نوی همپشیرایالتی پارلمان» ولید، نو هوډ یې وکړ، چې هغه د دغه پارلمان غړې شی. له افغانستانه امریکا ته کډه شوې دغه پخوانۍ مهاجره صفیه وزیر، غواړی د نیو همپشیر د پارلمان د ۴۰۰ څوکیو له ډلې، یوه وګټی.مېرمن وزیر په ګوندی ټاکنو کې له خپلې سیمې سابقه کار سیاستوال دیک پاتین، ته په سپټمبر میاشت کې ماتې ورکړه. د هغې بریا ډېر کسان حیران کړل، ځکه د هغې سیال څلور وارې د دغې سیمې استازیتوب کړى و. په روانه میاشت کې صفیې وزیر ته «د رهبرۍ په برخه کې د جرئت» جایزه هم ورکړل شوه.مېرمن وزیر یوازې شپږ کلنه وه چې کورنۍ یې په ۱۹۹۷ کال کې د طالبانو د رژیم پر مهال، له افغانستانه وتښتېده. لس کاله یې په ازبکستان کې ژوند وکړ او بیا په ۲۰۰۷م کال کې له خپلې کورنۍ سره د «نیو همپشیر» ایالت پلازمینې کانکورد، ته ګډه شوه.مېرمن وزیر په ۱۶ کلنۍ کې لیسه پیل کړه. د شپې به یې درس وایه او د ورځې به یې کار کاوه. په دې ترتیب سره هغه په ۲۰۱۳م کال کې د امریکا متحدو ایالتونو تابعیت ترلاسه کړ. صفیې وزیر واده کړى، دوه ماشومان لری.صفیه وزیر وایی چې ډېره به تر فشار لاندې وه، خو خوشحاله ده چې هڅو یې ښه پایله ورکړې ده. دغه ۲۷ کلنه مېرمن زیاتوی: (( ما دغه ټولې سختۍ ولیدې، خو اوس یې ثمره وینم. ځکه هر څومره چې څوک سخت کار وکړی، خلک هم په هماغه اندازه ور سره مینه کوی. هرڅومره ډېره انرژی چې سړى مصرف کړی، خلک په ریښتیا پوهېږی چې یو څوک د هغوى لپاره کار کوی.))مېرمن وزیر غواړی د بریالیتوب په صورت کې، په خپله سیمه کې د ښوونځیو پر امنیت، عمومی امنیت او زده کړې، د ناروغتیا په صورت کې بامعاشه رخصتۍ، روغتیایی بیمې او د کورونو د بیې د کنټرول په برخو کې کار وکړی.هغه وایی: (( مهاجر او کډوال داسې نظریې لری چې کولاى شی له دغه ایالت سره مرسته وکړی ځکه هر نوى کس له ځان سره نوې نظریې راوړی.))

ممکن است شما دوست داشته باشید