روزنامه هیواد

افغانستان په یو ورځنۍ کرېکټ لوبه کې پاکستان ته سخته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې د نړیوال جام په درشل کې په یوه تمرینی، خو په عین حال کې له رقابته ډکه مسابقه کې پاکستان ته په درې وېکټونو ماتې ورکړه. سره له دې چې دا سیالۍ د دوو ټیمونو په نړیواله درجه بندۍ او ریکارډ کې نه حسابېږی، خو د پاکستان لپاره په دې خاطر مهمه وه، چې تر دې وړاندې یې پر انګلیستان ټولې سیالۍ وبایللې او نړیوال جام ته په خرابه روحیه روان دی، خو له بلې خوا افغان لوبغاړو ته پیاوړې روحیه ورکوی ،ځکه چې د تېر نړیوال جام اتل یې په ګونډو کړی دی.افغانستان تر دې وړاندې له سکاټلنډ او آیرلنډ څخه هم دوې مسابقې ګټلې او یوه یې د سیال په کور (شمالی آیرلنډ) کې بایللې ده. د وړمې ورځې په لوبه کې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې بیټنګ غوره کړ، ځکه چې ویل کېدل ، چې د انګلیستان د بریستول میدان لومړی بیټنګ ته مناسب دی، خو له دې سره سره د پاکستان ټول ټیم مخکې تر دې چې خپل ۵۰ اوورونه پوره کړی وسوځول شو.پاکستان ۲۶۲ منډې جوړې کړې او تر ټولو ډېرې منډې بابر زمان وکړې. ده په ۱۰۸ توپونو ۱۱۲ منډې وکړې. شعیب ملک په ۵۹ توپونو ۴۴ او امام الحق په ۳۵ توپونو ۳۲ منډې وکړې.

حمید حسن د پاکستان لومړنی لوبغاړی وسوځاوه. حمید حسن لږترلږه د یوه بل لوبغاړی د سوځولو مسحق هم و ، چې افغان لوبغاړو یې کچ میس کړ. محمدنبی خورا ښه باولینګ وکړ. ده په ۱۰ اورونو کې ۳ لوبغاړی وسوځول. راشد خان بیا نه یوازې ۲ لوبغاړی وسوځول ، بلکې خورا کم رنزونه یعنی ۲۷ منډې ورکړې.د پاکستان ۲ نور لوبغاړی دولت ځدران او یو هم افتاب عالم وسوځول.د بیټنګ لپاره شهزاد محمدی او حضرت شاه ځاځی لومړى میدان ته راووتل او دواړو د پاکستانی لوبغاړو روحیه کمزورې کړه. حضرت الله ځاځی ۴۹ منډې وکړې او شهزاد د ۲۳ منډو له کولو وروسته ژوبل شو او له لوبې ووت. حشمت الله شهیدی د ډېرو نورو وختونو په شان ښه وځلېد. تر پایه ونه سوځېد او ۷۴ منډې یې وکړې. رحمت شاه ۳۲، سمېع الله شینواری ۲۲ او محمد نبی ۳۴ منډې وکړې. د ښې لوبې په نتیجه کې افغانستان دا مسابقه په ۳ وېکټونو او ۲ توپونو وګټله. دا دوهم ځل دی، چې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید