روزنامه هیواد

افغانستان په سیمه کې د وصل د نقطې بریالۍ تجربه

پوهاند محمد بشیر دودیال

دوهمه برخه

۱نقشه: د ورېښمو د لرغونې تجارتی لارې پرسر د افغانستان موقعیت، دغه  لاره د افغانستان له تور غونډۍ پیلېږی او دترکمنستان هېواد ترکمن باشی بندر ته رسېږی. د آذربایجان دباکو له ښاره له تېریدو وروسته ،دګرجستان له تفلیس سره نښلی او له هغه ځایه دترکیې قارس ته رسېږی .له قارس وروسته به استنبول او بیا به دغه لاره له آزادو اوبو سره یو ځای شی. د هغو اټکلونو له مخې ، چې  د سیمه ییزو تحولاتو په رڼا کی شوی  ، ورڅخه څرګندېږی ، چې دغه لاره لنډه آسانه اوخوندی لاره ده، ځکه له افغانستانه تر تر کمن باشی بندر پوری د موټرو لاره او دوسپنې پټلۍ شته دی.له باکو نه دتفلس او قارس پر لور او بیا تر استانبوله هم سړک او هم د ریل ګاډی پټلۍ شته دی.

د یوه اټکل له مخې، دا لاره لنډه ده ،که افغان سوداګر له کراچۍ نه خپل مالونه راوړی، نو تر جلا ل آباده ۱۶۰۰ کیلومتره لاره ده،څومره که پاکستان زموږ تجار ونه ځوروی او آسانی هم راولی بیاهم  دیارلس څوارلس ورځې په کار دی، چې مالونه له اروپا را ورسېږی یا بهر ته صادر شی، چې په یوه لارۍ پنځه یا پنځه نیم زره ډالره لګېږی، خو عملاً لیدل کېږی ،چې پاکستان لکه د دوی د سلف (انګرېز) په شان تل افغان سوداګرو ته ستونزې پیدا کوی او له کراچۍ بندر څخه دافغانستان پرضد د سیاسی فشار د یوی وسیلی په توګه کار اخلی. (انګرېزانو څو ځله په امیر عبدالرحمن خان او دوه ځله په غازی امان الله خان چې له جرمنی څخه یې دافغانستان دعصری کولو لپاره فابریکې خریداری کړې وې  او دکراچۍ له لارې یې هېواد ته راوړلې دغه لاره بنده او دفشار په ډول یې ورڅخه استفاده وکړه). اوس دافغانستان دولت غواړی دافغانستان تجارت د یوه – دوو هېوادو له انحصار څخه وباسی. د نویو لارو او له هغې جملې د لاجوردو دلارې ګټه داده، چې هم له دې ډول فشارونوڅخه خلاصه، هم لنډه او هم اقتصادی ده . که وغواړو دقزاقستان له لارې خپل مالونه ولېږو، نو لار ۶۲۰۰ کیلومتره ده او پر یوه لارۍ ۴۲۰۰ او یا ۴۵۰۰ډالره مصرف راځی، خو که د تور غونډۍ نه یوه لارۍ بار کړو او ترکیې ته ېې ورسوو او بیا ېې اروپا ته ورسوو لار به ۲۲۰۰ کلومتره وی او لګښت به پرې ۳۲۰۰ او یا ۳۵۰۰ ډالره راشی، همداسې هم له هغې خوا. یعنې  دا لار لنډه ده ،که موږ له کراچۍ نه خپل مالونه راوړو، نو تر جلا ل اباده ۱۶۰۰ کیلومتره لاره ده،خو دیارلس څوارلس ورځې په کار دی.

۲ نقشه : د لاجوردو دلارې مسیر له افغانستان څخه تر ترکیې(اروپا) پورې

په پام کې ده دغه لاره له ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان څخه تر تورې بحیرې او له ترکیې په تېریدو به افغانستان له آزادو اوبو سره ونښلوی. ولسمشرغنی څو ځله ګاونډیو هېوادو ته په خطاب کې ویلی  دی، چې باید سیمه د ترورېزم د تهدید پر ځای د سوداګرۍ او مدنیت په څلور لارې بدله کړو. دافغانستان رهبری په سیمه کې د یوه منطقوی اقتصاد دهستې د ایجاد په هڅه کې ده . سیمه ییز اقتصاد، د اقتصاد په ډګر کې هغه مفکوره ده ،چې د فضایی بعد Spatial Dispersion او داقتصادی فعالیتونو Economic Activities اړیکې تحلیل او مطالعه کوی او دسیمې داوسیدونکو داقتصاد دښه والی لارښوونه کوی. د همدې ضرورت له مخې سیمه ییز اقتصادی سازمانونه ، سیمه ییز بانکونه، سیمه ییز بازارونه ، سیمه ییز یامنطقوی ترانزیټ او ترانسپورت، لویې لارې  او داسې نور مسایل رامنځته شوی. د دغې څانګې په مطالعې سره هره منطقه خپل اقتصادی مزیت، رجحانات او دریځونه ټاکې او داقتصادی قوانینو له مخې د خپلوګټو په اعظمی کولو او د اجناسو او خدمتونو په مبادله لاس پورې کوی. د سیمه ییز اقتصاد له مخې، یوه ځانګړی سیمه او حوزه په ډېر ښه ډول سره خپل نسبی مزیت سنجوی او دهغې له مخې یوې بلې سیمې، منطقې یاحوزې سره دتبادلې انډول تامینوی. د مناطقو جغرافیاوی  خصوصیات او دکار ځواک اندازه او مهارت، طبیعی او اقلیمی شرایط اومنابع، دترانسپورت سهولتونه اونورعوامل د دې لامل کېږی ، چې دمناطقو او سیمو ترمنځ دپوتانسیل او ظرفیت له مخې ژور توپیر رامنځته شی. منطقوی اقتصاد ( regional economic) چې له دې پلوه افغانستان په ډېر ښه موقعیت کې دی، د ټاکلی فضایی بعد د ننه له اقتصادی فعالیتونو څخه عبارت دی.  منطقویتوب په تېره بیا هغو هېوادونو ته  ډېر ضروری دی ،چې لا تراوسه له اقتصادی پلوه خوار او له  سیاسی پلوه په انزواکې دی. دوی به په انفرادی توګه ډېرخوار پاتې شی، خو په تجارتی مسیر کې ورګډیدل، داړیکو پراخول، په یوه منطقوی سازمان کې یې غړیتوب او د ترانزیت او انتقالاتو عصری کول یې د پرمختګ چانس زیاتوی. منطقوی اقتصاد د ځانګړو شرایطو له مخې رامنځته کېږی، چې مهم یې مطلق مزیت ( Absolut Advantage ) لرل دی او افغانستان د خپل موقعیت، دجنوبی او مرکزی آسیا په وصل کولو کې د ترانسپورت دلګښت دکمښت اویو شمېر ځانګړو تولیداتو له مخې، دا مزیت لری. اوس چې د اقتصاد ثقل دغې منطقې او په مجموع کې آسیا ته دلېږد په حالت کې دی، ډېر هېوادونه افغانستان  ته سترګې اړوی. د ریکا په ټولو کنفرانسونو( RECCA I-RECCAVII) او قلب آسیا (دآسیازړه) کنفرانس کې د سیمې هېوادونو دافغانستان ستراتیژیک، جیوپولییتیک او جیواکونومیک ارزښت تائید کړ. په دې لړ کې په ۲۰۱۶ م کال کې د ریکا اووه( RECCA VII) په کنفرانس کی اتو هېوادونو د لاجوردو د لارې په جوړیدو توافق وکړ ،چې د سیمه ییز اقتصاد دغوړیدو لپاره یو ښه زیری و.

د اوس لپاره د لاجوردو لاره صرف د لاریو موټرو لپاره مساعده لاره ده، داځکه چې تراوسه موږ د وسپنې پټلۍ نه لرو، خو په راتلونکی کې به د پټلۍ له درې ګونو ګیچونوڅخه خامخا له یوې سره وصل او افغانستان به هم د ریل پټلۍ خاوند شی. هغه لیکه چې ایران ،پاکستان او دمنځنۍ اسیا له هیوادونو څخه افغانستان ته راځی ،نو دا چې  افغانستان خپله د وسپنې لیکه نه لری او تر ې لرې دی، ورسره وصل شوی لا نه دی، آینده کې به د دغو هیوادو د وسپنې له پټلۍ سره وصل شی، خصوصاً کله چې موږ د راتلونکی خبره کوو، نودا هیلې هم له پامه نه شی لویدی چې د افغانستان دلویو لارو په جوړولو کې دچین او هند په څېر دسیمه ییزو شریکانو مرسته، به د دې هېواد داقتصاد دغوړیدو لامل شی، دجنوبی آسیا، د افغانستان او منځنۍ اسیا دهېوادونو اقتصادی او سوداګریزو چارو ته به پراختیا ورکړی او افغانستان به د وصل یوه نقطه وی. د افغانستان دولت او ولسمشر لا هم په دې برخه کې نورې اقتصادی او ترانزیتی برنامې لری. افغانستان غواړی چې د سیمې د راکړې ورکړې او اقتصادی همکاریو په مرکز بدل شی. داسې مرکز چې د سیمې سوداګریز کاروانونه لنډ، اسانه او بې جنجاله له افغانستان څخه تېر شی. د دې ګټه به دا وی چې افغانستان به ورسره له اقتصادی پلوه ګټه وکړی. سوداګریز مالونه به په اسانه ولېږدوی. خپلې اړتیاوې به پوره کړی. له دې لارې به حق العبور او مالیه تر لاسه کړی، ملی عواید به لوړ شی، د پردیو له احتیاجه به بېغمه شو، کار او شغل به ایجاد شی. په سیمه کې به د افغانستان ارزښت لوړ شی( او لوړ هم دی). جګړه به ختمه شی، ثبات به ورسره وغوړېږی او اوسنۍ ټولې ستونزې به ورسره حل شی. که دغه پلان عملی شی افغانستان به دایران پر چا بهار بندر سربېره په سیمه کې د اوبو نورو نویو بندرونو ته لاره ومومی. د آسیایی هیوادو د اقتصادپوهانو  له طرحو سره سم، افغانستان په دې منطقه کی هم د چا بهار د راتلونکی دورنما، د یوې لارې یو کمرند او هم د وریښمو لارې د راتلونکې له مخې اساسی ارزښت لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید