روزنامه هیواد

افغانستان پر پاکستان د امریکا د مرستو د بندولو هرکلى وکړ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امریکا د دفاع وزارت له خوا پاکستان ته د ۳۰۰ میلیونو امریکایی ډالرو  پوځی مرستو د بندیدلو د پرېکړې په اړه ویلی، چې دا ډول اقدامات به پر پاکستان فشار راولی، چې د تروریزم له ملاتړ څخه لاس واخلی.د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پرون له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلی، چې پر پاکستان د پوخی مرستو بندېدل د جنوبی اسیا په اړه د امریکا د حکومت د پالیسۍ یوه برخه ده.ښاغلی دانش وویل : (( باور لرو، چې لازم فشارونه کولى شی، پاکستان دې ته اړ باسی،چې د تروریستانو اصلی مرکزونه، په ځانګړی ډول هغه مدرسې، چې هلته د ترورېزم د تولید په برخه کې فعالیت لری، وتړی.))د امریکا ددفاع وزارت د تروریستی ډلو پر وړاندې د پاکستان له خوا په قاطع اقداماتوکې د اسلام اباد د پاتې راتللو له امله دغه هېواد ته د ۳۰۰ میلیونو ډالرو پوځی مرستو د بندولو اعلام کړى دى.څو ورځې مخکې یو امریکایی مقام ویلی و چې پاکستان سږکال د امریکا د پوځی زده کړو له نړیوال پروگرامه ایستل شوى دى. ټاکل شوی وه چې سږکال د پاکستان د پوځ ۶۶ منصبداران د نظامی زده کړو لپاره امریکا ته راشی.د رویترز اژانس د رپوټ له مخې پاکستان د امریکا د سمندری ځواکونو د جنگ په پوهنتون کې د پوځی زده کړو له پروگرامونو او همداشان د سایبری امنیت د مطالعاتو په څېر د معتبرو پوځی زده کړو له پروگرامونو هم حذف شوى دى.د امریکا حکومت د ٢٠١٨ کال په جنورۍ کې پاکستان ته د دوه میلیاردو ډالرو په ارزښت امنیتی مرستې وځنډولې خو یواځې ۳۴۵ میلیونه ډالریې دغه هېواد ته ورکړل چې ۱۳۴ میلیون ډالر یې د ترهگرۍ پر ضد مبارزې لپاره امنیتی مرستې وې او ۲۱۱ میلیونه ډالر یې اقتصادی مرستې وې.

ممکن است شما دوست داشته باشید