روزنامه هیواد

افغانستان هم د ځینو سیمو په څېر د خپل  ستراتیژیک موقعیت په خاطر بحرانی شوى

ایرو ایشیا ریوو خپرونې په تازه ګڼه کې لیکنه خپره کړې چې عنوان یې دى: (( د نړۍ ځینې سیمې د خپل ستراتیژیک یا سوق الجیشی موقعیت په خاطر په بحرانی ځایونو بدلې شوې دی چې افغانستان هم په کې راځی.))د خپرونې په لیکنه، د افغانستان جغرافیایی موقعیت تل دغه هېواد د نړۍ د لویو قدرتونو د یرغلونو په میدان بدل کړى دى.په لیکنه کې لولو، تر هغه وخته چې بریتانیا پر هند واکمنی درلوده، د روسیې د نفوذ د مخنیوی لپاره یې تل هڅه کړې چې افغانستان هم د ډال په توګه تر خپل تسلط لاندې ولری، خو دلته یې ماتې وخوړه.وروسته له هغې هندوستان له بریتانیا خپلواکی ترلاسه کړه، پخوانی شوروی اتحاد په افغانستان کې نفوذ وکړ، تر هغو چې د ١٩٧٠میلادی کال په وروستۍ لسیزه کې یې پر افغانستان یرغل وکړ.د ایرو ایشیا ریوو په باور، افغانانو تر لنډ وخت وروسته پاڅون وکړ او د مجاهدینو ډلو له افغانستانه د سرو لښګرو د ایستلو لپاره مټې بډ وهلې.د لیکنې لیکوال وایی، په دې وخت کې په افغانستان کې د بلې حملې یا د لیکنې په ټکو د بل اشغال لار پرانیستل شوه.خپرونه زیاتوی، د جهاد په کلونو کې اسامه بن لادن افغانستان ته مخه کړه او هلته یې نور پلانونه تطبیق کړل چې د ٢٠٠١ میلادی کال د سپټمبر پر ١١مه پر امریکا په حملې سره افغانستان یو وار بیا د کشمکشونو په میدان بدل شو.د امریکا تر رهبرۍ لاندې نړیوالو ځواکونو پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو نظام یې نسکور کړ.خو د ایرو ایشیا ریوو د لیکنې لیکوال زیاتوی چې په افغانستان کې بیا هم جنګ ختم نه شو، په ٢٠١٨ میلادی کال کې  د امریکا د کانګرېس په یوه راپور کې ویل شوی، وسله وال طالبان د افغانستان پر زیاتو برخو کنټرول لری.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د خپلې واکمنۍ په پیل کې یې په افغانستان کې د افراطی وسله والو د ځپلو خبره کړې وه، بالاخره یې په افغانستان کې د پخلاینې او سولې پروګرام پیل کړ.د لیکنې په دوام راغلی، په همدې حال کې روسیه هم یو ګام رامخکې شوې او له وسله والو طالبانو سره یې تماسونه ټینګ کړی دی.د لیکوال په باور، روسیه غواړی چې له بلې طریقې په افغانستان کې خپل نفوذ خوندی وساتی.په لیکنه کې لولو، له دې سره جوخت د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خلیلزاد خپلې هڅې کوی او روانه میاشت د اووم وار لپاره د طالبانو له استازو سره ګوری.خو د لیکنې په حواله، لا هم د افغانستان د کړکېچ د حل کوم څرک نه لګېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید