روزنامه هیواد

افغانستان له هند، دوبۍ او ترکیې د خپلو وګړو انتقال پیل کړی

د افغانستان د ترانسپورت وزارت وایی: هېواد ته د کورونا له کبله په هندوستان، عربی اماراتو او ترکیې کې د بند پاتې افغانانو د رالېږدونې چارې روانې دی.وزارت منی، چې په یادو هېوادونو کې زرګونه افغانان بند پاتې دی او له سختو حالاتو سره مخ دی،خو په دې اړه د ترانسپورت وزارت خبرپاڼه کې ویل شوی، د کورونا ویرس د خپرېدو له امله ګڼو هېوادونو خپل پروازونه بند کړی وو، چې له امله یې ګڼ افغانان هم په بهر کې بند پاتې شوی ، خو اوس د ترانسپورت وزارت د ملکی هوایی چلند ادارې په هلو ځلو هېواد ته د دغو هېوادوالو د انتقال یو طرفه پروازونه پیل او روان دی.د خبرپاڼې له مخې، په دې تېرو درېیو ورځو کې د کام ایر او اریانا هوایی شرکتونو له خوا ۷۱۲ هېوادوال په جلا ډول د نوی دهلی، دوبۍ او انقرې څخه د روغتیایی چک اپ په ترسره کولو سره هېواد ته را انتقال شوی دی.ټاکل شوې ده، په راتلونکو ورځو کې د نوی ډهلی څخه کابل ته د اریانا او کام اېر هوایی شرکتونو نور پروازونه هم و شی.په هندوستان کې ګڼو بند پاتې افغانانو نیوکه کوله، چې کام ایر او اریانا د خپلو ټکټونو بیې لوړې کړی او اوس یوه طرفه ټکټ په ۵۰۰ امریکایی ډالرو ورکوی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید