روزنامه هیواد

افغانستان له ایرلینډ سره یو ورځنۍ او شل اوریزې سیالۍ کوی

ټاکل شوې ،چې افغانستان به د راتلونکې ۲۰۱۹م کال په سر کې د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې ټیسټ، یو ورځنۍ او د شل اوریزې سیالیو سیریز ترسره کوی.دغه سیالۍ چې راتلونکې کال د فروری او مارچ په میاشتو کې ترسره کېږی، دواړه لوبډلې به یوه ټیسټ، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړی.ددغه سیریز پیل به له شل اوریزو سیالیو څخه کېږی چې لومړۍ لوبه به د فروری میاشتې په ۲۳مه، دویمه ۲۴مه او درېیمه به په ۲۶مه ترسره کړی، چې ورپسې به یو ورځنۍ سیالۍ د مارچ میاشتې په ۲مه، ۴مه، ۷مه، ۹مه او ۱۲مه ترسره شی، له دې وروسته د ټیسټ مهمه سیالۍ به له ۱۷مې تر ۲۲مې نېټې و شی.دا به لومړی ځل وې چې دوه نوې ټیسټ عضویت اخیستونکې لوبډلې به په ټیسټ لوبه کې مخامخ کېږی، له دې وړانډې دواړو لوبډلو د تجربې نه لرلو په حال کې په خپلو لومړیو ټیسټ سیالیو کې ماتې خوړلې ده.ایرلینډ لوبډلې تېر کال د ټیسټ عضویت ترلاسه کولو نه وروسته په خپل کوربه توب پاکستان لوبډلې سره سیالۍ و کړه چې د ۵ وېکټو په توپیر یې ماتې وخوړه.له دې وروسته افغانستان لوبډلې خپله لومړۍ ټیسټ سیالۍ د هند لوبډلې پر وړاندې د دوی په کوربه توب په بنګلور ښار کې و کړه ، چې افغانستان د یوې پاڼۍ او ۲۶۲ منډو په توپیر ماتې وخوړه.د یادولو وړه د، چې دغه سیالۍ به د کرېکټ نړیوالې شورا نورو رسمی سیالیو په څېر په نړیوالو چینلونو کې پر ژوندۍ بڼه وښودل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید