روزنامه هیواد

افغانستان د کورنۍ جګړې پر ډګر بدل شوی

 عرب نیوز په مقاله کې د افغانستان وضعیت ته په کتنه کې ویلی، سره له دې چې په دوحه کې بین الافغانی خبرې هم پیل شوی ،خو په افغانستان کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.سرچینې ویلی روان حالت په افغانستان کې د جدی اندېښنې وړ ده.د سرچینې په خبره دا، چې له امریکایی او بهرنیو ځواکونو سره د طالبانو هوکړه لاسلیک شوې او پر دوی بریدونه نه کېږی ،خو د افغان حکومت پر وړاندې د طالبانو جګړې روانې دی او په خبره یې دا هر څه د کورنۍ جګړې په مانا دی.سرچینه کاږی سره له دې، چې د سولې هڅې روانې دی، خو ورسره هم مهاله افغانستان د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شوی دی.عرب نیوز پر نړیوالو بنسټونو او د افغانستان د سولې په مسئله کې پر ښکېلو لورو غږ کوی، چې ژر تر ژره دې په دې هېواد کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوی.د  یادونې ده که څه هم افغان ولس او حکومت د سولې په خبرو کې لومړی پر دایمی اوربند ټینګار کوی ،خو تراوسه طالبانو د اوربند په تړاو څه نه دی ویلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید