روزنامه هیواد

افغانستان د ژینو نړیوال کنفرانس ته څه چمتووالى نیولى؟

د نوومبر پر ۲۸مه د افغانستان لپاره د ژىنو نړىوال کنفرانس ترسره کېږی. د وزىرانو په سطح په دې غونډه کې به افغانستان په بېلابېلو برخو کې د هغو ژمنو حساب نړىوالو ته ورکوی چې په بروکسل غونډه کې ىې ورکړى و.

  • دا چې دغه کنفرانس ته څه چمتووالى نىول شوى؟
  • افغانستان به څومره وکولى شی د لا نورو نړىوالو همکارىو د جلبولو لپاره نړىوالو ته قناعت ورکړی؟

په‎داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د ژىنو غونډې ته ىوازې شل ورځې پاتې دی، د افغانستان حکومت واىی، په مقدماتی غونډو بوخت دی او د دې کنفرانس لپاره تىارىانې نىسی.د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت چارواکی واىی، لا له وړاندې ىې په دغه نړىواله غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له سفىرانو او هم په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی سره لىدلی او پر مهمو مساىلو ىې خبرې کړی دی.د دغه وزارت وىاند صبغت الله احمدی ازادی راډىو ته د خپلو تىارىانو په اړه داسې ووىل: (( موږ چمتووالى نىسو. له ټولو هغو هېوادونوسره چې پهدې غونډه کې ګډون کوی خپلې چارې همغږی کوو. له وړاندې مو د ىو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو له سفىرانو او هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی له ځانګړی استازی سره غونډې درلودې او دا غونډې به دوام ولری.)) ټاکل شوې د افغانستان حکومت په‎دې غونډه کې د ۲۰۱۶ مىلادی کال د بروکسل غونډې د هغو ژمنو حساب نړىوالو ته ورکړى چې د ښې حکومتوالۍ، د قانون د حاکمىت، له فساد سره د مبارزې، د سىمه‎ىىز اتصال، اقتصادی پرمختګونو او نورو اصلاحاتو او پروګرامونو په اړه ىې نړىوالو ته ورکړې وې.د افغانستان د بهرنىو چارو سرپرست وزىر صلاح الدىن ربانی شاوخوا دوه مىاشتې وړاندې په نىوىارک کې د ملګروملتونو په مقر کې د ىوې معلوماتی غونډې پرمهال د ژىنو کنفرانس ته اشاره کړې او هغه ىې د دغه هېواد د وضعىت ښه کېدو لپاره د افغانستان او نړىوالې ټولنې د مشارکت ىوه نوې مرحله بللې وه.افغان حکومت دا هم وىلی وو، چې په‎دې غونډه کې به له نوىو ژمنو سره ګډون وکړی، خو لا تراوسه د نوىو ژمنو جزئىات نه‎دی څرګند.په همدې حال کې ىو شمېر سىاسی تحلىل‎ګران دغه غونډه له‎دې کبله مهمه بولی چې افغانستان باىد د مرستې د جلبولو او اوږدمهاله همکارۍ ترلاسه کولو لپاره باىد د نړۍ باور ترلاسه کړاى شی او د خپلو کړنو په برخه کې هغوى ته قناعت ورکړی،خو په عىن حال کې دوى د افغانستان حالاتو ته په کتو د نړىوالو د قناعت ترلاسه کولو په برخه کې اندېښنه هم ښىی.مشتاق رحىم د سىاسی چارو شنونکى دى او په‎دې اړه ىې ازادی راډىو ته ووىل:(( حکومت توانىدلى په ىو شمېر برخو کې پرمختګونه وښىی، خو په تېرو درېىو مىاشتو کې وروستىو کړکېچونو ته په کتو زه وىره لرم چې افغان حکومت به له پوره چمتووالی سره دغه نړىوال کنفرانس ته ولاړ شی او ګډون کوونکو ته دې قناعت ورکړی، خو بل لورته ته په کتو چې ىو شمېر ادارې لکه ىوناما چې د افغان حکومت سره همکاری دی، نو ىو څه ډاډ راکولى شی چې افغانستان دې له نسبی چمتووالی سره ولاړ شی.))په کابل کې د ملګرو ملتونو اداره واىی، د ۲۰۱۸ مىلادی کال د ژىنو غونډه به تر ډېره پر پالىسۍ او ستراتىژۍ متمرکزه وی.د بروکسل په غونډه کې چې د ۲۰۱۶ مىلادی کال د اکتوبر پر ۴ او ۵ نېټه د بلجىم په پلازمېنه بروکسل کې د ۷۰ هېوادونو او ۲۰ نړىوالو ادارو په ګډون جوړه شوې وه، له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ مىلادی کال پورې د ۱۵ اعشارىه دوه مىلىارده ډالرو مرستې ژمنه وشوه چې د افغانستان په پراختىاىی برخو کې به ولګېږی.د ژىنو را روانه غونډه به دې ته لار هواره کړی چې نړىوال په ۲۰۲۰ مىلادی کال بىا له افغانستان سره د خپلې اوږد مهالې همکارۍ چارچوب وټاکی.که څه هم د ژىنو غونډه تر ډېره د افغانستان د پرمختګ او اصلاحاتو پر ارزولو راټوله ده، خو ملګرو ملتونو په‎دې وروستىو کې وىلی چې د ژىنو په کنفرانس کې به د افغانستان د سولې او ثبات پر روانو هڅو هم خبرې وشی او وبه ارزول شی.دا خبره د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت هم کړې وه او له همدې کبله ىې دا غونډه مهمه بللې وه.وروسته له هغه چې د ۲۰۱۷ مىلادی کال په اکتوبر کې په کابل کې د نړۍ د لوړ پوړو چارواکو غونډه جوړه شوه، د افغانستان ولسمشر محمداشرف غنی او د مالىې وزىر له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې په ۲۰۱۸ مىلادی کال کې په ژىنو کې د وزىرانو نړىواله غونډه جوړه کړی.لا تر اوسه دا معلومه نه‎ده چې د ژىنو په نړىواله غونډه کې به څومره شمېر هېوادونه ګډون ولری.افغانستان واىی، د دغه هېواد د امنىتی شراىطو او پراختىاىی اړتىاوو ته په پام سره لا هم د نړىوالو مرستو ته اړتىا لری، څو په ځان بسىاىنې ستراتىژی په سمه توګه عملی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید