د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د کرېکټ نړیوالې شورا د نارینه وو کرېکټ تېسټ سیالیو لپاره د لوبډلو نړیواله درجه بندی خپره کړې، چې له مخې یې افغانستان له بنګله دیش مخکې شوی او نهم ځای یې خپل کړی دی.د ټیسټ لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې اسټرالیا هند شاته کړی او لومړی حیثیت ته رسېدلې. په تازه درجه بندۍ کې له ۱۱۵ پواینټونو سره نیوزیلنډ دویم او هند له ۱۱۴ پواینټونو سره درېیم ځای خپل کړی دی.دغه راز د دې نوې درجه بندۍ له مخې، په شل اووریزه سیالیو کې اسټرالیا لومړی مقام او پا کستان څلورم ځای لری.د شل اووریزه سیالیو په تازه درجه بندۍ کې انګلستان دویم او هند لوبډلې درېیم ځای موندلی دی. افغان کرېکټ لوبډله په نوی خپاره شوی لېست کې د ۲۰ اووریزو برخه کې ۱۰ ځای لری.