روزنامه هیواد

افغانستان د هغو آبداتو او فرهنګی میراثونو ساتنې او ترمیمولو ته اړتیا لرې چې له خطر سره مخ دی

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د وری په شېږمه په غونډه کې د تر خطر لاندې میراثونو د ساتنې نړیوال بنسټ (الیف) ، آغاخان فرهنګی بنسټ او دافا بنسټ له مسوولینو څخه مننه وکړه، چې د کابل پالاحصار پروژې کار یې ګړندی کړی او کیفیت ته یې هم پاملرنه کړېده.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر معیینیت د سرپرست مهندس عبدالاحد عباسی او د لرغونپېژندنې د رییس نوراغا نوری په ګډون د کابل په بالاحصارکې جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وویل ،چې د بالاحصار د ترمیمولواوبیارغاونې کار آغاخان فرهنګی بنسټ، د ترخطر لاندې میراثونودساتنې نړیوال بنسټ (الیف) په مالی ملاتر پرمخ وړی او په همدې حال کې دافا موسسه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپیژندنی ریاست په همغږۍ د دغې پروژې د لرغونپوهنې کار ترسره کوی.محمد طاهر زهیرد کابل د بالاحصار پروژې د کار د ګړندی کولواوکیفیت د ملاتړپه خاطر له دغوبنسټونو مننه او قدردانی وکړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې د ۴٠کلنې جګړې په بهیرکې ملموسواوناملموسو فرهنګی میراثونوته زیات زیان اوښتی ، چې ساتنې، بیارغاونې او ترمیم ته اړتیا لری.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان د تاریخی ابدو او فرهنګی میراثونود ساتنې ، بیارغاونې او ترمیمولوپه برخه کې د (الیف ) بنسټ د ځانګړی ملاتړ اوپاملرنې غوښتنه وکړه .د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هرات د پنځم مناراونورو منارونواودغه راز د هېواد په ګوټ ګوټ کې د تاریخی ابدو اوفرهنګی میراثونه، چې له خطر سره مخ دی او زیان من شوی یادونه وکړه او ویې ویل، چې دغه میراثونه ساتنې اوڅارنې ته جدی اړتیا لری.ده زیاته کړه: په بلخ، خوست ، غزنی، اود هېواد د نورو ولایتونوبالاحصارونه د ټینګښت اوبیارغاونې اوترمیمولو د کار پیل ته اړتیا لرو اودغه راز د شش پل کاروانسرای ساتنې اوترمیمولو ته، چې څه دپاسه زر کاله لرغونتیا لری، د جلال آباد د هډې، د بوډا مجسمو، تاریخی مقبرې اوګنبدې په تېره بیا د مولانا د پلار د کور اوخانقا ترمیمول موږ ته زیات ارزښت لری.وروسته د (الیف ) بنسټ رییس د دغه بنسټ د فعالیتونوپه اړه معلومات ورکړل او ویې ویل ،چې ( الیف ) په ٢٠١٧ کال کې ترخطر لاندې میراثونود ساتنې په مقصد جوړ شوى دى اوهدف یې د افغانستان د فرهنګی میراثونود ساتنې په خاطر همکاری ده.ده زیاته کړه ،چې دغه بنسټ په افغانستان کې د ٧میلیونوډالرو په لګښت پر ١٢ پروژو کار کوی او په پا م کې لری ،چې په راتلونکې کې په افغانستان کې زیاتې پروژې ترکار لاندې ونیسی.وروسته د دافا موسسې مسوول د دغې موسسې د فعالیتونوپه اړه معلومات ورکړل اوویې ویل ،چې دافا له زیاتې مودې راپه دې خوا د فرهنګی میراثونودساتنې په برخه کې همکاری کوی او اوس هم د کابل په بالاحصار کې د لرغونپېژندنې په پروژه کې کار مخ ته وړی.په همدې ترتیب دآغاخان پنسټ د فرهنګی خدمتونو رییس اجمل میوندی وویل، چې دغه بنسټ په افغانستان کې د شل کلن کارپه موده کې د مهمو تاریخی آبدو څه د پاسه ١۵٠ پروژو کار ترسره کړى دى.ده زیاته کړه ،چې د کابل بالاحصارد بیا رغاونې اوترمیمولود کار لومړى پړاوبه ۴ کاله وخت ونیسی او په دې ساحه کې به د لرغونپېژندنې پارک هم جوړ شی.ده دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د دغه بنسټ دزیاتوهمکاریو ډاډ ورکړ.  باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید