روزنامه هیواد

افغانستان د نړۍ د سنوکر سیالیو دویم مقام وګاټه

د سنوکر په نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړی صالح محمد محمدی وکولای شول ،چې دویم مقام ترلاسه کړی.د ( آی بی ایف ایس) سنوکر نړیوالې سیالۍ د نومبر له ۱۲ مې نیټې څخه تر ۲۷ مې نیټې پورې د نړۍ د ۳۲ هېوادونو د ۱۴۹ غوره لوبغاړو په ګډون په میانمار کې وشوې.له افغانستانه په دغو سیالیو کې صالح محمد محمدی، رییس خان او زمری حساس ګډون کړى و.افغان لوبغاړی صالح محمد محمدی د نړۍ له اتو هېوادونو سره سیالۍ وکړې.

په پایلوبه کې محمدی د ولز هېواد لوبغاړی دارین مورګن سره سیالی وکړه، چې لوبه شپږ د صفر پروړاندې د مورګن په ګټه پای ته ورسېده  او له دې سره افغان لوبغاړی صالح محمد محمدی دویم مقام وګاټه.صالح محمد محمدی وایی ، چې په ګروپی سیالیو کې د استرالیا، اترېش، میانمار، هندوستان، جاپان، مغلستان، قطر او تایلند هېوادونو څخه لوبغاړو ته ماتې ورکړې او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.محمدی وایی: ((  ما وکولای شول اتو هېوادونو ته ماتې ورکړم، خو له بده مرغه  په پای لوبه کې مې وبایلله، نورو هېوادونو ته چې زه ګورم ما په تش لاس دا مقام ګټلى دی))د افغانستان د سنوکر فدراسیون مشر محبوب شاه دارابی امریکا غږ ته ویلی، ډېر د خوشحالۍ ځای دی، چې افغان لوبغاړی دویم مقام ته رسیدلی دی.دارابی وایی، چې صالح محمد محمدی د سنوکر په نړیوالو سیالیو کې چې د ( آی بی ایف ایس ) په نامه یادېږی، دویم مقام ګټلی.دارابی وایی: (( زموږ اتل چې د سپورت په تاریخ کې به تکرار نه شی وکولای شول چې ویاړ وګټی )) صالح محمد محمدی تردې وړاندې په ۲۰۱۳ م کال کې د آسیا جام،په ۲۰۱۵ م کال کې په ټیمی سیالیو کې اتلولی او سږکال په انفرادی سیالیو کې دویم مقام وګاټه. د یادولو وړ ده ، چې د سنوکر لوبه اوس د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې په رسمی توګه کېږی چې ۱۶ لوبغاړی د ملی ټیم غړیتوب لری او په لسګونه لوبغاړی دغه لوبه کوی.

وحیدالله فیضی

ممکن است شما دوست داشته باشید