روزنامه هیواد

افغانستان د نړۍ تر ټولو ګوزڼ ځپلى هېواد دى

د افغانسان د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ د درېـیو تازه پېښو د موندلو او ثبتولو خبر ورکړى دى. دا تازه پېښې د نورستان د پارون، د هلمند په نوزاد او د کندهار د میوند په ولسوالیو کې موندل شوې دی. وایی ګوزڼ وهلې پنځه کلنې، دوه کلنه او ۱۴ میاشتنۍ نجونې دی. په دې سره په ټول افغانستان کې سږکال د پولیو ټولې پېښې ۱۹ ته ورسېدې. د عامې روغتیا وزارت په اعلامیې کې ویلی: (( د پولیو د پېښو شمېر په سویلې حوزه کې ۱۳، په ختیځه حوزه کې ۶ او په ټول افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته رسېږی، (۹ پېښې په کندهار، ۳ په هلمند، ۱ په ارزګان، ۳ په کونړ، ۲ پېښې په ننګرهار او ۱ پېښه په نورستان کې راپور شوې دی.)) د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې د پولیو په ورک کولو کې له روغتیایی ډلو سره کار وکړی. د عامې روغتیا وزارت وایی سږکال د نړۍ د پولیو ۷۵سلنه پېښې په افغانستان کې موندل شوی ‌دی. د افغانستان د پولیو د ملی کمپاین مشر ګلاجان ایوب وایی د پولیو ډېرې پېښې په نا امنه سیمو کې ثبتې شوې دی. پولیو یو ساری ویروسی مرض دى چې په ګرم موسم کې یې خپرېدل زیاتېږی، خو دوه څاڅکی واکسین، چې بیخی خوندی او کوم جانبی‌ عوارض هم نه لری، دغه ویروس ختمولى او یو ماشوم له معلولیت څخه ژغورلى شی. پاکستان او نایجریا دوه نور هغه هېوادونه دی چې ګوزڼ په کې شته. په پاکستان کې په ۲۰۱۴ م کال کې د پولیو ۳۰۶ پېښې ثبتې شوې وې خو چارواکی‌ وایی چې سږکال(۲۰۱۸ م ) په کې یوازې څلور پېښې موندل شوې ‌دی. په نایجریا کې بیا په ۲۰۱۶ م کې پولیو ۱۱۲۲پېښې ثبتې شوې وې، په تېرو دوو کلونو کې په کې د پولیو پېښې صفر ته رسېدلې دی. افغان چارواکی وایی‌ دا مهال په ټول افغانستان کې ۱،۲ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه بې برخې دی. د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې (( دوى په هغو ولسوالیو کې ژوند کوی چېرې چې د پولیو واکسین کمپاینونو ته کور په کور اجازه نه ورکول کېږی، یا کورنۍ د پولیو واکسین څخه ډډه کیږی او یا هم کله چې واکسیناتوران کورنو ته ورځی، ماشومان د واکسین کولو لپاره نه راویستل کیږی. ))

ممکن است شما دوست داشته باشید