روزنامه هیواد

افغانستان د منځنۍ او سویلی آسیا هېوادونو ته د زړه حیثیت لری

افغانستان پریمانه طبیعی زېرمې لری چې ګڼې تر اوسه څخه خوندی پاتې دی دا هېواد په کال کې ۷۵ میلیارده متر مکعب روانې اوبه لری هغه پیمانه، چې کولای شی نه یواځې افغانستان، بلکې یو یا دوه هېواده نور هم د اوبو له احتیاجه وژغوری، د اوبو تر څنګ افغانستان په سیمه کې یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په کال کې تر ټولو ډېرې لمریزې ورځی لری د افغانستان د لمریزې برېښنا د تولید وړتیا نیږدې ۲۰۰ زره میګاواټه ته رسېږی، له اوبو دبرېښنا تولید کچه یې تر ۲۳۰۰۰ میګاواټه اوړی، بادی برېښنا یوه بله له هغو زیرمو څخه ده چې کولای شې د افغانستان انرژی امنیت خوندی وساتی له دې برخې افغانان کولای شې په هر کال کې ۲۶۰۰۰ میګاواټه برېښنا تر لاسه کړی په همدې توګه د بایو ګاس انرژی هم کولای شی افغانانو ته ۵۰۰۰ میګاواټه برېښنا ورکړی په ټوله کې افغانستان نېږدې د ۳۰۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لری دا په داسې حال کې ده ، چې زموږ د انرژی اړتیا په  ۲۰۱۸ م کال کې پنځه زره میګاواټه وه، چې د وګړو په زیاتېدو سره دا شمېره هره ورځ د د تغییر وړ ده. د یادو زیرمو تر څنګ په دې غرنی هېواد کې پریمانه کانونه او نفتی زېرمې هم شتون لری د بېلګې په توګه کولای شو په لوګر کې د عینکو د مسو له کان څخه او همداراز په بامیانو د حاجیګک د اوسپینې زېرمو څخه یادونه وکړو په همدې بڼه د هېواد په شمال کې په زیاته کچه نفتی زیرمې هم د پام وړ ارزښت لری.

دا هغه زېرمې دی ،چې ګټور مدیریت او کارونه کولای شی افغانستان په خپلو پښو ودروی او دتل لپاره یې د نورو له اړتیا څخه بېغمه کړی. دا یواځې طبیعی زېرمې نه دی چې افغانستان ته یې ځانګړى ارزښت ورکړى او د نړیوالو پام یې ځان ته را اړولى ، بلکې ددې هېواد ځانګړی جغرافیوی ځاى د آسیا په زړه کې هغه فکتور دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د ښکیلاکګرو او زبرځواکونو یې پام ځان ته را اړولى دى. افغانستان کولای شی سویلی آسیا له منځنۍ سره ونښلوی. منځنۍ آسیا د لږو وګړو په درلودلو سره پرېمانه طبیعی زېرمې لری، برعکس سویلی آسیا د ډېرو وګړو په لرلو سره لږ طبیعی زېرمې لری هغه څه چې د دوی ژوند او پرمختګ ورپورې تړلی دی. د سویلی آسیا هېوادونه د خپلې انرژۍ د امنیت خوندیتوب لپاره اړ دی، چې د منځنۍ آسیا انرژیکی زېرمو ته لاسرسی ولری. په همدې توګه د منځنۍ آسیا هېوادونه خپلو انرژیکې زېرمو ته د نړیوال مارکېټ په لټه کې دی، دوی اړ دی چې ددې اتصال لپاره یوه مناسبه لار ومومی، افغانستان هغه هېواد، چې سویلی او منځنۍ آسیا سره نښلوی، خپلې اقتصادی ودې او له شته زېرمو څخه دګټې اخیستنې وړتیا د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو هېوادونو اقتصادی او تخنیکی مرستو ته ډېره اړتیا لری. په همدې توګه د منځنۍ آسیا، افغانستان او سویلی آسیا ترمنځ د اړتیاو او وړتیاو یو ځنځیر رامنځ ته کېږی.

کله چې امریکایی او برازیلی کمپینو یونیکال او بریډاس په ترکمنستان کې د انرژیو سترې زېرمې وموندلې نه یواځې د ترکمنستان لپاره د خوشحالۍ زېرى و، بلکې د سیمه ییزو هېوادونو لپاره هم خورا په زړه پورې خبر و، په حقیقت کې همدغه وخت د منځنۍ او سویلی آسیا د اړیکو د ټینګښت او پراخولو د پیل ورځې وې، ځکه د منځنۍ آسیا هېوادونو په ځانګړې توګه ترکمنستان یادو زېرمو ته تر ټولو غوره مارکېټ سویلې آسیا بلله. په همدې توګه د سویلی آسیا هېوادونو په ځانکړې توګه پاکستان او هند د خپلې انرژۍ  امنیت خوندی کولو لپاره تر ټولو غوره زیرمه منځنۍ آسیا ګڼله.

یادو هېوادونو او کمپنیو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د دې راکړې ورکړې  مناسبې لارې په لټه کې و چې تر ټولو مناسبه لار یې افغانستان وموند. په همغه وخت کې څو څو ځلې پاکستانی او ترکمنستانی چارواکی سره کیناستل او د یادې طرحې په عملی کولو یې بحثونه وکړل. ددې طرحې په تړاو یې د افغانستان د وخت له حکومت سره هم خپل پلانونه شریک کړل هغه وخت په کابل کې سیاسی واک له مجاهدینو سره و، د مجاهدینو خپلمنځۍ ستونزې او سیاسی ضعف ددې سبب شو چې پاکستان او ترکمنستان د بلې لارې په فکر کې شی، خو د وخت په تېرېدو سره کله چې  سیاسی واک طالبانو ته په لاس ورغی یادو هېوادونو ته یو ځل بیا د دې طرحې د پلی کېدو خوبونه په سر کې وروګرځېدل ځینې لا په دې آند دی، چې د طالبانو د تحریک د رامنځ ته کیدو یو دلیل هم دپاکستان له لوری د یادې طرحې پلی کول وو، خو چې کله د امریکایی کمپنۍ ګټې په یاده طرحه کې له خطر سره مخ شوی امریکا د طالبانو د له مخه ایسته کولو په فکر کې شول.

لکه چې وړاندې مو اشاره وکړه په سویلی آسیا کې پراتو هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان، هند او بنګله دېش د ډېرو وګړو درلودونکې دی ولې طبیعی زېرمې دومره نه لری چې د خپلو ټولو وګړو اړتیاوې ورباندې پوره کړی. پاکستان له خپلو ټولو انرژیکی زېرمو څخه په کال کې ایله ۱۵۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدولای شی په داسې حال کې چې ددوی اړتیا نېږدې ۲۵۰۰۰ میګاواټه ده او دا تقاضا ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده ،ځکه پاکستان، هندوستان او بنګله دېش هغه هېوادونه دی چې په کې د وکړو ډېروالى په بې سارې توګه چټک دی، نو له دې کبله دوی اړ دی چې د خپلې انرژۍ د امنیت تامین په پار له منځنۍ آسیا سره پراخې اړیکې ولری، دا اړیکې او راکړه ورکړه په اوس وخت کې یواځې د افغانستان لارې مناسبې، ارزانه، او شونې دی، افغانستان له یوې خوا د آسیا د دې برخو د نښلولو لپاره تر نورو نږدې لار ده له بلې خوا نړیوال قدرتونه لکه امریکا او چین هم له دې لارې سره کومه ستونزه نه لری بلکې پراخ ملاتړ یې کوی. که د نړیوالو قدرتونه د ملاتړ خبره نه وى شونې چې پاکستان ددې پروژو د ترلاسه لپاره د ایران مسیر هم په پام کې نیولى وای.

په لنډو کې ویلای شو چې افغانستان منځنۍ او سویلی آسیا هېوادونو ته د زړه حیثیت لری همدا زړه دې چې ټولو دخوبونو رښتیا کېدل ورپورې تړلی دی ځکه نه منځنۍ آسیا د خپلو زېرمو دلېږد لپاره تر دې غوره لار وینی او نه هم سویلی آسیا یادو زېرمو ته د رسېدو لپاره چې ددوی جدی اړتیا ده بله دروازه وینی. ددې ترڅنګ د منځنۍ آسیا هېوادونه په ځانګړې توګه ازبکستان او ترکمنستان چې په وچه کې راګیر دی د افغانستان له لارې سمندر ته د رسېدو خوبونه وینی، په دې سره به منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې نه یواځې له سویلې آسیا سره ونښلوله شی ، بلکې له نړۍ سره د مځکې له لارې ددوی د اتصال خوب به هم په حقیقت بدل شی او له همدې لارې به خپل صادرات د نړۍ ګڼو هېوادونو ته ورسوی.افغانستان هغه هېواد چې له نړیوال ترورېزم څخه تر ټولو ډېر زیانمن دی  کولای شی له خپل مهم موقعیت څخه په ګټه اخیستنه نه یواځې دخپلې اقتصادی ودې لپاره استفاده وکړی  ، بلکې کولای شی چې د همدې کیلی په واسطه د جګړې ترټولو پیچلې غوټه هم پرانیزی او یوې دایمی سولې ته ځان ورسوی.

امان الله احساس

ممکن است شما دوست داشته باشید